د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې یو رسټورانټ نړېدلی او ۱۷ کسان مړه شوي


تصویر: ارشیف

په چین کې دولتي مطبوعاتو ویلي یو رسټورانټ نن د شنبې په ورځ، اګست ۲۹ (وږي ۸) لویدلې، لږ تر لږه ۱۷ کسان پکې مړه شوي او لسګونه نور د خارو خځلو لاندې شوي.

په راپور کې ویل شوي چې یو دوه پوړیز رسټورانټ په محلي وخت نن سهار د شانچي په ولایت کې لویدلی.

د سینهیوا د خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې ژغورونکو ۴۵کسانو د خارو د لاندې نه رایستلي چې ۱۷ یې مړه شوي و. په راپور کې ویل شوي چې ۷ تنه ښه کاري او ۲۱ نور سر سري ژوبل شوي و.

دولتي مطبوعاتو ویلي چې شاوخوا ۷۰۰ کسانو د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې برخه درلوده.

په چین کې د لوړو ودانیو لویدل د حیرانتیا خبره نده ځکه چې په اکثریت سیمو کې خلک د خوندیتوب موضوع جدي نه ګڼي.

XS
SM
MD
LG