د لاس رسي وړ اتصالات

یوې روسۍ الوتکې مرغیو سره د ټکر وروسته بیړنۍ ناسته کړې


د روسیې چارواکو د وینا له مخې د الوتکې په دې پیښه کې ۲۳ مسافر ژوبل شوي دي.
د روسیې چارواکو د وینا له مخې د الوتکې په دې پیښه کې ۲۳ مسافر ژوبل شوي دي.

په مسکو کې چارواکي وایي، چې نن د پنجشنبې په ورځ( اګسټ ۱۵مه) یوې روسۍ مسافر وړونکې الوتکې په هوا کې د مارغانو له یو سیل سره له جنګېدو ورسته بیړنۍ ناسته کړې ده.

د دې پیښې پر مهال په الوتکه کې د اوو تنو عملې سربیره ۲۲۶ مسافرسپاره وو.

په دغې پېښه کې۲۳ مسافر ټپيان شوي او د الوتکې د الوتنې موټرونه هم له کاره لویدلي دي.

په ټپیانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي.

چارواکي وايی، ټول ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

دا الوتکه نن د مسکو د ژوکوسکي له هوايي ډګر څخه الوتلې وه.

چارواکي وايي، د مارغانو له سیل سره د الوتکې له ټکر وروسته د دغې الوتکې پیلوټانو الوتکه د هوايي ډګر په یو کیلو مېترو کې د غنمو په یو پټې کې په بیړني ډول ښکته کړه.

کرملین اعلان کړی دی، چې د دغې الوتکې پيلوټانو ته به دولتي مډالونه ورکړي.

د کرملین یو ویاند په دغه پیښه کې د انسانانو د ژوند د ژغورنې له کبله د الوتکې پیلوټانو ته مبارکي ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG