د لاس رسي وړ اتصالات

چاودنې لوګر کې درې پولیس درې عام خلک ووژل


A fire fighting aircraft drops water over a fire outside the village of Pedrogao Grande central Portugal. . More than 2,000 firefighters battled to contain major wildfires in the central region of the country, where one blaze killed dozens of people.
A fire fighting aircraft drops water over a fire outside the village of Pedrogao Grande central Portugal. . More than 2,000 firefighters battled to contain major wildfires in the central region of the country, where one blaze killed dozens of people.

ځايي چارواکي وايي، چې د لوګر په مرکز پل علم کې د نن سهار موټربم چاودنې ګڼ شمېر کسان وژلي او ټپيان کړي او دغه راز يې درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.

د لوګر د لوګر د امنيت امر سمونوال قاري محمد ورا امريکاغږ ته وويل، دغه حمله نن سهار اووه بجې د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې مرکز ته نږدې له چاودېدونکو موادو ډک موټر په وسيله شوې.

ښاغلي ورا زياته کړه، چې په چاودنه کې د پوليسو د چټک غبرګون قطعې، د ولايتي شورا او دغه راز د اوبو رسونې د رياست ودانۍ تر ډېره بريده نړيدلي دي.

هغه وويل"په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپيان دي. په وژل شويو کې درې پوليس او درې نور د ولايتي شورا ملکي مراجعين دي".

خو د لوګر د مرکز پل علم د ولايتي ملکي روغتون رئيس ډاکټر عاشق الله وايي، د پېښې د ټپيانو شمېر ۲۳ تنو ته رسيدلی، چې پوليس، ماشومان، د روغتون ډاکټران او نور ملکيان پکې شامل دي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي محب الله صالح امريکاغږ ته وويل، چې د پېښې ځای ته نږدې ملکي ولايتي روغتون، د ولايتي شورا، اوبو رسونې او د ښځو چارو رياستونه، ګڼ شمېر کورونه او نورې ودانۍ پرتې دي.

ښاغلي صالح وويل"چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله يې يادو شويو ټولو ودانيو ته دروند مالي زيان اوښتی دی او د چاودنې غږ په ډېرو لېرې پرتو سيمو کې اوريدل شوی دی".

هغه زياته کړه، ټپيان شوي کسان خصوصي روغتون ته انتقال شوي، ځکه ملکي ولايتي روغتون تر ډېره بريد تخريب شوی او د ټپيانو سمه درملنه نشي پکې
کيدلای.

طالبانو د بريد مسووليت منلی او ويلي يې دي، چې بريد د افغان خاصو امنيتي ځواکونو او د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې مرکزونو ته نږدې ترسره شوی دی.

د دغې ډلې يو وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته په يوه استول شوي ايمېل کې ادعا کړې ده، چې په بريد کې تر سلو ډېرو پوليسو او نورو افغان امنيتي
سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG