د لاس رسي وړ اتصالات

اقتصادي ستونزې د افغانانو د اندېښنو په سرکي راځي


ډاکټره تبسم اکـسـیر، د ایشیا فونډیشن د پالیسۍ او څیړنو رئیسه

ډاکټره تبسم اکسیر وايي په سروې کې د افغانانو ترمنځ که ښځې وی او که نارینه اقتصادي اندېښنی ډیرې مهمې او ترټولو سترې اندېښنی شمیرل شوې دي.

ډاکټره تبسم اکثیر په ایشیا فونډیشن کې د پالیسۍ او څیړنو د څانگې رئیسه ده. دهغې دفتر په افغانستان کې دی او د افغانستان دخلکو د نظریانو ددې سږنۍ سروې څارنه ېې هم کړېده.

په سروې کې له پنځلس زرو افغانانو نه د افغانستان په څلوردیرش ولایتونو کې پوښتنی شوېدي. ډاکټره اکسیر وايی په سروې کې د ښځو د تجربو برخه ډیره بډایه ده. نو کله چې موږ داسروې د جنس یعنی نارینه او ښځو پر بنا سره جلا کړو، نو موږ ونیو چی په ملی کچه ویره یوڅه ناڅه زیاته شوېده. ددې تمه کېږی چی له نارینه و ښځې د ویرې احساس ډیر زیات کوی.

د مثال په توگه په ملي انتخاباتو کی د رایو ورکولو په برخه کې ، یا په سوله ئیزو مظاهرو کې د گډون پروخت او یا حتی درایو ورکولو په وخت کې د ویرې احساس زیات شویدی. په منځکوره ډول ښځی په داسی موارودو کې له نارینه و نه له وېرې سره زیاتې مخامخ کېږی.

اقــتــصادي انـدېـښـنـې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

خو له بلی خوانه موږ د ښځو د حقوقو په برخه کې ملاتړ هم وینو. موږوینو چې د ښځو لپاره د کارکولو د حق او ښوونی اوروزنی د حق ملاتړ زیات شویدي.

XS
SM
MD
LG