د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې ناپیژاندو وسله والو یو قومي مشر وژلی


د یکشنبې په ماشام په قومي مشر باندې برید د هرات د منارونو په سیمه کې شوی دی.
د یکشنبې په ماشام په قومي مشر باندې برید د هرات د منارونو په سیمه کې شوی دی.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، ناپیژاندو وسله والو د یکشنبې په ماښام (کب ۱۹ مه) په دغه ولایت کې د هزاره د قوم یو مشرعلي جمعه محبي په ډزو وژلی دی.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې کله، چې علي جمعه محبي، د کور په لور روان وو، د هرات ښار د " مناره" په سیمه کې پر موټرسایکل دوه سپرو پرې ډزې وکړې، چې له امله یې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړ.

علي جمعه محبي، د هرات له ولایت څخه د ولسي جرګې د تلې د میاشتې په تیرو ټاکنو کې هم نوماند وو.

د هغه ورور د هرات د ولایتي شورا غړی دی.

په هرات کې د دې پیښې وړاندې هم وسله والو له خوا د شیعه ګانو په څو مشرانو او جوماتونو بریدونه شوي وو.

افغان حکومت د دغو بریدونو پړه د اسلامي دولت یا داعش وسله والو په غاړه اچولې وه.

خو تراوسه هیڅ کومې ډلې پر علي جمعه محبي باندې د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د داعش ډلې په کابل کې د شیعه ګانو په جوماتونو او فرهنګي مرکزونو څو بریدونه کړي، چې د سلګونو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

د بلې خوا د هرات ښار په پنځمه امنیتي ناحیه کې د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د یو بل قومي مشر پر موټر باندې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله د یوې ښځې او ماشوم په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، دا ماین په پک اپ موټر کې ځای په ځای شوی وو.

د هرات ولایت پولیس وايي، د دې بریدونو په اړه یې پلټنې پیل کړي، خو تراوسه يې د دغو دواړو بریدونو په تړاو څوک نه دي نیولي.

XS
SM
MD
LG