د لاس رسي وړ اتصالات

ترکان د نړۍ تر ټولو زیات چای څښونکي دي 


د ترکیې خبري اژانس انادولو په استانبول کې د کافي خانو د اتحادیې د مشر سردار ارساحین له قوله ویلي چې ترکیه په نړۍ کې تر ټولو زیات چای څښونکی هیواد دی.

ښاغلي ارساحین دغه خبره د چای د نړیوالې کمیټې د رپوټ له مخې کړې ده. د هغه په وینا د ترکیې هر وکړی په کال کې ۱۳۰۰ پیالې چای څښي.

ترکان په اوسط ډول د ورځې له ۳ څخه تر ۵ پیالو چای څښي چې د ښاغلي ارساڅین په وینا دغه شمیره بیا په ژمي کې ۱۰ پیالو ته اوچتیږي.

چای د ترکانو یو ضرورت

چای د دود او کولتور له مخې ترکانو ته یو ضروري څښاک دی چې د خلکو، کورنیو او ملګرو د یو ځای کېدو او بحثونو لپاره ښه پلمه هم ده.

ښاغلی ارساحین وایي په ترکیه کې چای ګرمول د نورې نړۍ په پرتله بل ډول دي. ترکان چای د ۲۰ دقیقو لپاره دموي. د هغه په وینا چایخانې د تاریخي لحاظه د خلکو د مجلس او راټولیدو ځایونه دي.

د استانبول ښار د یو رستورانت مالک باکر تیزکاکر چې د پنځو نسلونو راهیسې د ښار په لوی بازار کې دکان لري وایي چې په ژمي کې د چای خرڅلاو دوه چنده کیږي.

ترکیه د نړۍ ۹۳ هیوادونو ته چای استوي چې جرمني، د قبرس ترکي جمهوریت او د امریکا متحده ایالات یې په سر کې دي.

افغانان هم زیات چای استعمالوي. پداسې حال کې چې په ترکیه کې اکثر تور چای څښل کیږي، افغانان بیا شین او تور دواړه رنګه چای څښي.

XS
SM
MD
LG