د لاس رسي وړ اتصالات

یو ترکي شرکت د کجکي بند رغوي


د کجکي د بند د بنسټ ډبره په ۱۳۳۲ هجري شمسي کال کې د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د سلطنت پرمهال کیښودل شوې وه.
د کجکي د بند د بنسټ ډبره په ۱۳۳۲ هجري شمسي کال کې د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د سلطنت پرمهال کیښودل شوې وه.

د لومړي ځل لپاره یوه بهرني خصوصي شرکت د افغانستان په جنوب د هلمند په ولایت کې د انرژۍ په سکټور کې میلیونو ډالرو پانګونې ته زړه ښه کړی چې په ترڅ کې به یې تر راتلونکو دریو کلونو د هلمند د کجکي د بند د بریښنا تولید ظرفیت ۱۵۱،۵ میګاواټو ته لوړ شي.

نن ددغه بند د پراختیا لپاره د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزیر او د ۷۷ ساختماني ترکیي شرکت د رئیس سلیمان سیلیو ترمنځ په ارګ کې یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

د تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني او په کابل کې د ترکیې سفیر هم حاضروو.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وایي چې ددغه نننۍ د تفاهم لیک د لاسلیک درې میاشتې وروسته به ۷۷ ساختماني ترکیې شرکت د کجکي بند د پراختیا لپاره خپل وړاندیز افغان حکومت ته وسپاري.

ښاغلي عثماني وویل " اوسنی پړاو چې تفاهم لیک لاسلیک کیږي، شاوخوا درې میاشتې وروسته پروپوزل ترلاسه کوو چې د بند د بریښنا تولید سل میګاواته لپاره دی، همدارنګه د بند د اوبو زیرمه به یو اعشاریه یو ملیارد متر مکعب ته پورته بوځي چې ددغه پړاو په بشپړیدو به ترراتلونکو دریو کلونو دا بند به په سیمه کې په سترو بندونو کې شامل شي ".

د اوبو او بریښنا وزارت وایي چې ددې بند د جوړولو لګښت به د ۷۷ ساختماني شرکت په غاړه وي چې په وړاندیزکې د ټاکلو کلونو د پای ته رسیدلو وروسته به ددې بند څخه ترلاسه شوې ګټه افغان حکومت ته وسپارل شي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې د بند د جوړولو څو کاله وروسته به ددغه بند څخه د ترلاسه شوې بریښنا د خرڅلاو ګټه به د ۷۷ ساختماني شرکت اخلي.

ښاغلی عثماني وایي، دا به درې میاشتې وروسته په هغه وړاندیز کې څرګنده شي چې ددغه شرکت له خوا افغان حکومت ته سپارل کیږي.

د کجکي د بند د بنسټ ډبره په ۱۳۳۲ هجري شمسي کال کې د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د سلطنت پرمهال کیښودل شوه او په ۱۳۵۴ کال کې ددغه بند لومړی او دریم توربین ۳۳ میګاواټه بریښنا تولیدول پیل کړل.

د کجکي د بریښنا د بند د دوهم توربین د نصبولو کار په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا پرمختایي ادارې یوایس ایډ په مالي مرسته پیل شوی، خو په هلمند کې پرله پسې جګړو ددغه بند د دوهم توربین د نصبولو کارچې ۱۸،۵ میګاواټه بریښنا تولیدوي تراوسه نه دی بشپړ شوی.

ټاکل شوې چې ترراتلوونکو دریو میاشتو به د دغه بند د بریښا ظرفیت ۵۱،۵ میګاواټو ته لوړشي.

افغانستان په اوس وخت کې تر درې سوو میګاواټو پورې له خپلو اوبو بریښنا تولیدوي، چې یوازې د کابل ښار اړتیاوي هم نه شي پوره کولی.

افغانستان د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د خپلو څلورو ګاونډیو ایران، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان څخه بریښنا واردوي.

د ۷۷ ساختماني شرکت له دې دمخه هم د کجکي بند د دوهم توربین د نصبولو اوهم د کندهار ډاله بند د بیارغونې کارونه سرته رسولي دي.

دا شرکت له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې د بیارغونې په پروژو کې کار کوي.

د افغانستان د جمهوررئیس د اقتصادي چارو ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي نننۍ غونډې ته د وینا په وخت دا شرکت سترو نړیوالو ساختماني شرکتونو په ډله کې یاد کړ او ویې ویل چې ددغه بند بشپړیدل او د لمر له انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې دوه نورو پروژو په بشپړیدو به د هلمند او کندهار د بریښا اړتیاوې په بشپړه توګه پوره شي.

د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت لومړنی بهرنی شرکت دی چې د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې یې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

د رپوټونو له مخې دغه شرکت به د کجکي بند د بریښنا او اوبو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG