د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالستار ایدهي په کراچي ښار کې مړ شو


د ایدهي بنیاد داوطلبان د عبدالستار عدهي جنازه په یوه امبولانس کې انتقالوي
د ایدهي بنیاد داوطلبان د عبدالستار عدهي جنازه په یوه امبولانس کې انتقالوي

د پاکستان یو مشهور ټولنیز فعال عبدالستار ایدهي پرون د جمعې په ورځ د اوږدې ناروغۍ وروسته د کراچي په ښار کې په یوه روغتون کې مړ شو.

دغه ۸۸ کلن فعال په پاکستان کې تر ټولو غټه خیره موسسه تاسیس کړه چې د ایدهي فونډیشن په نامه یې شهرت پیدا کړ. موسسې په پیل کې هیڅ پیسې نه درلودې خو د تاسیس وروسته خلګو مرستې ورسره وکړې او دغې موسسې زیات شمیر روغتونونه، یتیم خانې، کلینیکونه او د ښځو دپاره د پناه کورونه جوړ کړل.

په خپله ایدهي په دې مشهوره و چې ساده ژوند یې کاوه او خلګو ورته ویل چې د پاکستان د آزادۍ راهیسې هیڅ یوه پاکستاني مشر د عوامو دپاره دومره خدمت نه دی کړی لکه عیدي چې د خپل بنیاد له لارې کړی دی.

هغه ته به تل په پاکستان کې د دغه هیواد د رحم د فرشتې خطاب کیدی.

د هغه زوی فیصل ایدهي وویل چې پلار یې د پښتورګو او شکر ناروغي درلوده او څو اونۍ مخکي په روغتون کې بستر شو.

ایدهي فونډیشن په ۱۹۵۱ کال کې تاسیس شو او اوس په ټول پاکستان کې د امبولانسونو تر ټولو غټه شبکه لري چې خلګو سره مرسته کوي او هغوي روغتونونو ته انتقالوي. ددغه بنیاد امبولانسونه چې هر پيښه وسي تر ټولو مخکي د پیښې په سیمه کې لیدل کیږي چې د خلګو سره مرسته کوي او ټپیان روغتونونو ته انتقالوي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د ایدهي د کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې ،،مونږ د بشریت یو ستر خادم له لاسه ورکړ،،. ښاغلي شریف وویل چې پاکستان به به دعیدي د مړینې په خاطر په ټول هیواد کې د یوې ورځې دپاره د ویر مراسم ونیسي.

د هغه جنازه به نن د شنبې په ورځ په کراچي کې خاورو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG