د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: مالیې وزارت کې د یو لاسلیک په خاطر څو پروژې بندې دي


د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي، په مالیې وزارت کې د یو لاسلیک په خاطر د څو پروژو کارونه ځنډېدلي دي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د «چنګاښ پر ۲۴مه» له افغانستان سره په پراختیايي برخه کې د هند د لسو پروژو د تړون لاسلیکولو مراسمو کې وویل، که څه هم تېر ته په کتو د پروژ د پلې کېدو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي خو وايي، ځینې ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.

هغه وویل:"اوس هم ځینې ستونزه شته، چې باید ډېر کم غفلت هم رامنځته نشي،زه تېره اونۍ متوجه شوم، چې څو پروژې یوازې د یوې امضاء په خاطر په مالیې وزارت کې بندې پاتې دي."

نوموړي که څه هم په ښکاره ډول د کومې لویې پروژې نوم یاد نه کړ، خو ټينګار وکړ چې پروژې د چا شخصي ملکیت نه دی بلکې د خلکو په خاطر باید پر وخت پلې شي.

عبدالله عبدالله دا څرګندودنې پر داسې مهال کوي چې هند د خپلو مرستو په دوام نن دوشنبه له افغانستان سره د ۲سوه پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د لسو پراختیايي پروژ تړونونه لاسلیک کړل.

په دغو پروژو کې د ښوونځیو، روغتونونو، دولتي ودانیو استنادي دېوالونو او سړکونو جوړول شامل دي.

خو د افغانستان مالیې وزارت مسؤلین بیا د لاسلیک په خاطر د پروژو د ځنډ د مسئلې په رد سره وايي چې د ټولو پروژ چارې پر وخت د دغه وزارت د مرستیالانو لخوا تر سره شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي امریکا غږ ته وویل:"زه فکر نه کوم چې عبدالله عبدالله کومې پروژې ښودلې دي، ځکه دلته د مالیې په وزارت کې د پروژو تخنیکي کارونه د مرستیالانو لخوا تر سره کېږي."

هغه وویل، که د عبدالله عبدالله اشاره په مالیې وزارت کې د وزیر د نشتوالي په اړه وروستیو راپورونو ته وي، خو بیا هم د یوې پروژې چارې نه دي ځنډېدلي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د پروژو په چارو کې د ځنډ په اړه اندېښنه ښودل کېږي، بلکې عبدالله عبدالله مخکې هم ویلي چې د پروژو کارونه باید یوه ورځ هم ونه ځنډېږي.

XS
SM
MD
LG