د لاس رسي وړ اتصالات

داکټر عبدالله په مشروط ډول استعفا ته چمتوالی وښود


د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایې چې هېواد یې تر "وحشیانه بریدونو" لاندې دی.

داکټر عبدالله چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل چې که چیرې یې استعفا "د خلکو درد دوا کولای شوای"، هغه چمتو دی چې له خپلې دندې ګوښه شي.

ښاغلي عبدالله وویل "که دا (استعفا) د هغو ننګونو لپاره د حل لاره وي چې هېواد ورسره مخامخ دی نو زه مطمین یم او حد اقل د خپل ځان په اړه غږیدی شم چې زه به آماده وم چې استعفا وکړم".

هغه په حکومت کې خپله دنده امتیاز نه بلکې یو مسؤلیت وباله.

په کابل کې د چهارشنبې له خونړۍ چاودنې وروسته چې پکې تر ۸۰ ډیر کسان ووژل شول او سلګونه خلک زخمیان شول، یو شمیر مدني او سیاسي فعالینو د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د استعفا کولو غوښتنه وکړه.

د پنجشنبې په ورځ بیا په کابل کې د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ په اخ او ډب کې د څو تنو له وژل کیدو وروسته، مظاهره کوونکو د حکومت د مشرانو سربیره د کورنیو چارو د وزیر او د نورو امنیتي چارواکو د ګوښه کیدلو غوښتنه مطرح کړه.

د مظاهره کوونکو په منځ کې د حکومت ځینې سیاسي مخالفین او آن د حکومت ځیني جګپوړي چارواکي هم لیدل شوي دي. یو شمیر شنونکي‌ وایې چې همدغه کړۍ د مدني اعتراضونو نه په استفادې، ځاني او ډله ایزې ګټې پالي.

XS
SM
MD
LG