د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: ارګ کې دي د اخلاقي فساد ادعا په خپلواکه توګه وڅېړل شي


د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس په ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه د راپورته شوو ادعاو په اړه وايي، چې په دې اړه دي بې پرې څېړنې وشي.

عبدالله عبدالله نن دوشنبه د «غبرګولې پر۶مه» د وزیرانو شورا په غونډه کې په دې اړه د اندېښنې په ښودلو سره وویل، چې د اخلاقي فساد په اړه ادعاوې پر ټولنه منفي تاثیر کوي او زیاته یې کړه چې له دغه قضیې سره باید «سیاسي» چلند ونه شي.

هغه په دې اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته وویل چې:"دا ډول اوازې او خبرې کېدایشي وجود ولري" خو زیاته یې کړه چې دی په دې اړه قضاوت نشي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي پخپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د ښاغلي غني سلاکار فضلي د پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځينه نوماندانې چې له۶۰۰ څخه کمې رایې وړي وې د نامشروع اړیکو له‌مخې ولسي جرګې ته کامیابې کړي دي.

عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې د خلکو د باور خپلولو او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام اعتبار ته د زیان رسېدو د مخنیوي په هدف باید په دې اړه خپلواکې او بې پرې څېړنې وشي.

عبدالله وویل:"که له دې مسئلې سره ساسي چلند وشي دا به د افغان مېرمنو سالم حرکت ته یوه لویه ضربه وي، په داسې حال کې افغان مېرمنې په ټولنه او د خلکو په منځ کې خاص ځای لري او په پوره ایماندارۍ او ژمنې سره د خلکو خدمت کوي، دغه مسله رشتیا هم زیان رسوي چې بیا به د جبران وړ نه وي."

خو د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بیا پرون یکشبنه، په ارګ کې د اخلاقي په فساد په اړه د ولسمشر غني د پخواني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي ادعا بې اساسه او دروغ وبلل.

ښاغلي چخانسوري له لوی څارنوالۍ څخه وغوښتل چې د یادې ادعا د ثابتولو لپاره له حبیب الله احمدزي څخه پلټنې وکړي او له احمدزي څخه یې هم وغوښتل چې په دې اړه خپل اسناد او شواهد لوی څارنوالۍ ته وسپاري.

جنرال حبیب الله احمدزی مخکې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار و چې د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته یې تر نوماندېدو مخکې له یادې دندې څخه استعفی وکړه.

هغه د ولسي جرګې په ټاکنو کې بریالی نشو.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې ایا لوی څارنوالۍ له نوموړي څخه د ده ادعا په اړه د اسنادو او شواهدو غوښتنه کړې که نه ده.

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د لوی څارنوالۍ نظر واخلي، خو د لوی څارنوالۍ ویاند زموږ ټلیفون ته ځواب رانه کړ.

XS
SM
MD
LG