د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د چارواکو له خوا رسنیو ته ګواښونه د منلو نه دي


افغان حکومت معلوماتو د لاس رسي قانون نافذ کړی، خو لا هم د دغه قانون د عملي کیدو په برخه کې شکایتونه شته دی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسۍ په برخه کې د ننګونو سره سره پرمختګونه تائیدوي او وايي چې د چارواکو له خوا رسنیو ته ګواښونه افغان حکومت ته د منلو نه دي.

اجرائیه رئیس عبدالله نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې معلوماتو ته د لاسرسۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان حکومت او د ملګروملتونو د یونسکو د ادارې له خوا یوې ګډې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي د حق څخه د خپل حکومت ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلي عبدالله وویل چې ناسم معلومات د خلکو او ملت ترمنځ فاصلې رامنځته کوي.

ښاغلي عبدالله معلوماتو ته لاس رسی د خلکو حق وګڼه او ویې ویل چې معلوماتو ته د خلکو لاس رسی او د بیان ازادي باید د شخصي سلیقو قرباني نه شي.

ښاغلي عبدالله وویل " پوهیږم چې په ځینو ځایونو کې ستونزې شته، چې باید دا ستونزې هوارې شي، مثلآ که چیرې له یوې رسنۍ څخه یو خبر خپریږي او د یو چارواکي له خوا ورته تیلیفون کیږي او ګواښل کیږي، دا ډول چلند مونږ ته د منلو نه دی او دې ته به اجازه ورنکړو".

اجرائیه رئیس وویل، چې هیڅ چارواکی د دی حق نه لري چې د قانون د چوکاټ بهر یو داسې کار ترسره کړي او چې وګړي او ادارې یې ګواښ وګڼي.

افغانستان کې د معلوماتو د لاس رسي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې افغان حکومت معلوماتو ته د لاسرسي قانون لاسلیک کړی او یو کمیسیون هم په دغه هیواد کې خلکو ته د معلوماتو د لاسرسي د بهیر څارنه کوي.

خو د همدې کمیسیون رئیس او غړي وايي چې افغان حکومت ترډیره پر دغه قانون عمل نه کوي او لا هم حکومتي چارواکي له خلکو معلومات پټ ساتي.

XS
SM
MD
LG