د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ پنځه فیصده خلکو یو ځل مخدره مواد استعمال کړي - رپوټ


د پیرو په هیواد کې ضبط شوي کوکاین
د پیرو په هیواد کې ضبط شوي کوکاین

د ملگرو ملتونو یو نوی رپوټ وایي د نړۍ د ټول نفوس څخه یوازې پنځه فیصدو وگړو لږ تر لږه یو ځل له مخدره توکیو نه استفاده کړې ده.

د ملگرو ملتونو د مخدره توکیو او جرایمو ضد مبارزې دفتر په خپل کلني رپوټ کې دا هم ویلي چې د نړۍ نژدې ٣٠ میلیونه خلک تر دې حده په مخدره موادو روږدي دي چې درملنې یې ستونزمنه ده او یا هم اړتیا نه ورته لري.

دغه رپوټ چې د پنجشنبې په ورځ د سویس په ژنیو کې خپور شو همداشان وایي چې د مخدره توکیو له کبله د مړه کېدونکو کسانو له ډلې یې ۲۵ فیصده په امریکا کې دي.

رپوټ وایي د مخدره توکیو له وجې د کلنیو مړینو شمیره په پرله پسې توگه په زیاتیدو ده چې یواځې په ٢٠١٥ کې ٥٢٠٠٠ زره کسان وو.

د رپوټ له مخې د نړۍ نفوس د اټکل له مخې له اوه میلیاردو څخه اوښتی دی.

دغه نوی رپوټ وایي چې د نړۍ په گوټ گوټ کې نژدې ١٢ میلیونه وگړي د مخدره توکیو له پیچکاريو نه استفاده کوي.

همداشان د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې د نړۍ ١،٦ میلیونه وگړي د ایچ آی وي ویروس لري او ٦،١میلیونه نور په هیپتاتیز سي یا ژیړي اخته دي.

افغانستان چې د نړۍ د اپینو یو له سترو تولیدونکو هیوادونو څخه دی هم د مخدره توکیو له روږدیتوب له ستونزې سره مخامخ دی.

د افغانستان او امریکا یوه ګډه سروې، چې په ۲۰۱۴ کال کې شوې وه ښيي، چې درې میلیونه افغانان پر نشو روږدي دي، چې ورکې یو میلیون ماشومان او اووه فیصده میرمنې شاملې دي.

دا سروې چې د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې ترسره شوې وه ښيي، چې پر نشه ‌يي توکو د روږدو کسانو ۱۳ سلنه په کلیو کې او ۵ سلنه یې په ښارونو کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG