د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش اړوند ابو سیاف ډلې فلپین کې پنځه اندونیزیایان تښتولي


ابو سیاف په فلپین کې د خلکو په تښتول او وژلو یوه تورنه ډله ده
ابو سیاف په فلپین کې د خلکو په تښتول او وژلو یوه تورنه ډله ده

د فلپین پوځ وايي د هغو پنځو اندونیزیايي کب نیوونکو د موندلو او ژغورلو عملیات یې پیل کړي دي چې د داعش اړوندې ابو سیاف ډلې تښتولي دي.

د فلپین چارواکو د یکشنبې په ورځ (جنوري۱۹) وویل چې د ابو سیاف ډلې اته اندونیزیايي کب نیوونکي تښتولي وو چې درې تنه یې بېرته پرېښي دي او پنځه نور یې له ځان سره د فلپین جنوبي ولایت سولو ته انتقال کړي دي.

د سولو ولایت په فلپین کې د ابو سیاف یو تر ټولو قوي مرکز بلل کیږي. د فلپین ځواکونو دوه ورځې مخکې هم د ابو سیاف له جنګیالیو سره نښته کړې ده.

عیني شاهدان وایي پوځ هغه کښتۍ هم سوځولې ده چې ګمان کیږي د اندونیزیايي وګړو په تښتولو کې ترې کار اخیستل شوی دی.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د فلپین له حکومت سره په دې اړه نژدې همکاري لري او د خپلو تښتول شویو وګړو په اړه معلوماتو ته منتظر دي.

د ابو سیاف ډله په سمندر کې د لوټ تالان او د یو شمیر تښتول شویو کسانو په وژلو تورنه ده.

XS
SM
MD
LG