د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د سولې فرصت له لاسه ووتی


ټرمپ تېره شنبه له طالبانو سره د خبرو د لغوه کېدو اعلان وکړ
ټرمپ تېره شنبه له طالبانو سره د خبرو د لغوه کېدو اعلان وکړ

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لخوا له طالبانو سره د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سولې فرصت له لاسه تللی بولي.

عبدالله عبدالله نن دوشنبه د «وږې پر۱۸مه» په کابل کې د «شهید اونۍ» په مناسبت مراسمو کې وویل، چې افغانستان دا مهال د سولې د هڅو له اړخه په هغه ځای کې دی کوم چې تېر کال دا مهال و.

هغه زیاته کړه:"نن ورځ له سولې څخه په هغه اندازه فاصله لرو، چې تېر کلونه مو لرل، تاسو به وروستي خبرونه اورېدلي وي، د یوې لارې د خلاصولو او سولې ته د یوې دروازې د خلاصولو کوم فرصت چې و هغه فرصت هم له لاسه ووتی."

د «شهید اونۍ» او د پخواني وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د تلین په مناسبت مراسم چې نن د لویې جرګې په خېمه کې نیول شوو نورو افغان چارواکو هم وینا وي وکړې.

په کابل کې د «شهید اونۍ» لمانځل

نن دوشنبه د «سنبلې پر۱۸مه»د تېرو کلونو په شان یو شمېر غیر مسؤل وسله وال کسان د «شهید اونۍ» په مناسبت کابل ښار ته راوتلي و.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته وویل، چې د یادو کسانو په ډزو کې د کابل ښار په «چهاراهي ترافیک» کې د کابل ګارنېزیون یو سرتېری هم وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو د یادو ډزو په تور شپږ تنه نیولي، خو اصلي لاملین یې تښتېدلي دي.

بلخوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پخواني وژل شوي جهادي قوماندان د پلویانو لخوا د خلکو د ځورلو او ډزو باندې په انتقاد سره وویل، چې په دې برخه کې د احمد شاه مسعود بنسټ او په ځانګړي ډول د احمد شاه مسعود د زوی هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود دوې ورځې مخکې له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې په دغه ورځ د خلکو له ځورولو څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل ښار کې د چسپکي ماین چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپیان هم شول.

XS
SM
MD
LG