د لاس رسي وړ اتصالات

اکبر: پر مرستو رسوونکو دې بریدونه بند شي


 په افغانستان کې د غیر حکومتي موسسو د همغږۍ دفتر (اکبر) وایي د افغانانو او مرستو رسونې کارکوونکو لپاره وضعیت لا نا څرګند دی
په افغانستان کې د غیر حکومتي موسسو د همغږۍ دفتر (اکبر) وایي د افغانانو او مرستو رسونې کارکوونکو لپاره وضعیت لا نا څرګند دی

په افغانستان کې د غیر حکومتي موسسو د همغږۍ دفتر (اکبر) په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د مرستو رسونې په کارکوونکو بریدونه او د هغوی په وړاندې د هر ډول زور زیاتي نه لاس واخلي.

د اکبر په نوم د غیر حکومتي ادارو دا ټولنه چې د سلو زیات افغان او بهرنۍ غیر حکومتي ادارې پکې غړیتوب لري په یو بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي دي چې یوازې په تیره عیسوي میاشت کې د مرستو د رسونې دوه کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اکبر په بیان کې راغلي "د افغانانو او مرستو رسونې کارکوونکو لپاره وضعیت لا نا څرګند دی، خو د دې سره سره د مرستو رسونې کارکوونکي افغانانو ته د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي. ناامني د افغانانو او مرستو رسونې کارکوونکو په وړاندې د یو ګواښ په توګه پرته ده."

د غیر حکومتي موسسو د همغږۍ په دفتر (اکبر) کې تر ۱۲۸ پورې غیر حکومتي ادارې چې ۷۵ یې بهرنۍ او پاتې یې افغان غیرحکومتي ادارې دي، فعالیت کوي.

د افغان غیرحکومتي موسسو د انسجام دفتر (ای این سي بي) هم وایي چې د اکبر د ادارې په څیر دا اداره هم د امنیتي ستونزو سره مخ ده.

ای این سي بي د بورډ غړي انجینر بریالي عمرزي امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې د امنیت ترڅنګ د افغانستان سیاسي حالاتو هم د مرستو رسونې په چارو ناوړه اغیزه کړې ده.

ښاغلي عمرزي وویل" اکبر د مرستو رسونې د موسسو د همغږۍ اداره ده او ای این سي بي هم د افغاني موسسو د همغږۍ اداره ده، د مرستو د رسولو به برخه کې دا اداره هم عین تشویش لري، ځکه چې نن سبا ناامني مخ په پراخیدو ده."

انجنیر بریالی عمرزی، په افغانستان کي د اوږدو جنجالي ټاکنو نه زیږیدلی سیاسي حالت هم د مرستو رسونې په چارو اغیزمن بولي او وایي چې د سیاسي ثبات نه شتون هم د مرستو رسونې په چارو منفي اغیزه کړې ده.

د اوږده انتظار سره سره مو ونکړای شو چې په دې هکله په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستو د هئیت دفتر (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یونیچا نظر ترلاسه کړو.

په افغانستان کې د غیر حکومتي موسسو د همغږۍ دفتر اکبر وایي چې د روان عیسوي کال په لومړۍ میاشت کې د عامې روغیتا په برخه کې د مرستو رسونې په ادارو باندې پرته د کوم دلیل څخه بریدونه، پوځي عملیات مخ په زیاتیدو دي. د روان عیسوي کال د جنورۍ په میاشت کې دغسې دوه بریدونه د روغتیایي مرستو په برابرونکو ادارو شوي او هم په څلورو نورو پیښو کې د روغتیایي موسسو کارکوونکو ته زیان رسیدلی دی.

د اکبر دا بیان وایي " اکبر یو ځل بیا په افغانستان کې د مرستو رسونې په کارکوونکو بریدونه، زورول اود هغوی ویرول په کلکه غندي"

افغانستان کې په وروستیو اونیو کې د مرستو رسونې په کارکوونکو، ښوونځیو او کلینیکونو بریدونه زیات شوي دي.

یوازې په تیرو دوه اونیو کې په کونړ او ننګرهار ولایتو کې درې ښونځي سوځول شوي او یو کلینیک په بمونو الوزول شوی دی.

طالبانو لږ تر لږه د کونړ په ولایت کې د ښوونځیو او یو کلینیک په سوزولو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې د ښونځو په سوزولو او د کلینیک په ړنګولو خواشیني ښودلې ده.

په کونړ کې د افغان حکومت سیمه ایزو چارواکو د ښوونځیو او یو کلینیک په بمونو د الوزولو پړه د ډیورنډ د کرښې هغې خوا ته په میشتو بهرنیو وسلوالو اچولې ده.

خو تراوسه په کونړ کې فعالو مخالفو وسلوالو د افغان حکومت د سیمه ایزو چارواکو د دغې ادعا په باب څه نه دي ویلي.

د نړیوال سره صلیب کمیټه هم وایي چې په روان عیسوي کال کې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی دي.

د نړیوال سره صلیب کمیټې په یو بیان کې ویلي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په افغانستان کې د ښکیلو خواو ترمنځ د جګړو له ډګرونو څخه د ۲۰۱۳ کال په پرتله دوه برابره قربانیان انتقال کړي دي.

دا اداره وایي چې په تیرو دولسو میاشتو کې د افغانستان د جګړو له ډګرونو څخه یې ۱۳۷۲ مړي انتقال کړي چې دا شمېر په ۲۰۱۳ کال کې ۶۲۰ تنه وو.

د نړیوال سره صلیب کمیټه وایي چې دا کمیټه یوه بې طرفه خیریه موسسه ده چې د نورو بشري چارو ترڅنګ د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړو کې د قربانیانو مړي هم انتقالوي.

د نړیوال سره صلیبب کمیټه وایي چې په افغانستان کې د جګړو د شدت له امله په تیر عیسوي کال کې د ټپیانو شمېر هم د ۲۰۱۳ کال په پرتله زیات وو.

XS
SM
MD
LG