د لاس رسي وړ اتصالات

غني: وزیران او والیان دې خلکو ته په وخت معلومات ورکړي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل یو تازه فرمان کې د ټولو حکومتي ادارو مسولینو او چارواکو ته لارښونه کړې چې رسنیو او عام ولس ته په خپل وخت سره معلومات ورکړي.

ولسمشر په نوي فرمان کې له ټولو وزیرانو، والیانو او نورو چارواکو په کلکه غوښتنه کړي، چې لږ تر لږه په میاشت کې یو وارې د خبري کنفرانس له لارې له خلکو سره د خپلو ادارو اړوند پرمختګونه او معلومات شریک کړي.

د نوي فرمان په اساس ټول چارواکي مکلف دي چې د خپلو چارو په اړه هر ورځ خپلو ویاندویانو ته معلومات ورکړي چې رسنیو او خلکو ته یې ورسوي او همدغه راز حکومتي ویاندویان هم باید په منظم ډول له رسنیو سره په تماس کې وي.

پر دې ټولو سربېره، وزیرانو او نورو چارواکو ته لارښونه شوې چې د یو معین په ګډون درې لوړ پوړي چارواکي دې وټاکي چې له خلکو او رسنیو سره په وخت سره معلومات شریک کړي او همدغه راز د دغو چارواکو ټول تماسونه دې هم باید خپاره شي.

افغاستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ۲۰۱۴ کال کې توشیح او نافذ کړ، خو لا هم په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ټولنې شکایت لري چې حکومتي چارواکي په وخت سره رسنیو او خلکو ته معلومات نه ورکوي.

له دې ټولو سره سره د بې سرحده خبریالانو ټولنې په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د انتخاباتو له جنجالونو ورسته او همدغه راز د طالبانو او داعش د بریدونو او ګواښونو سره سره په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ او اطلاع رسونې بهیر ښه روان دی.

XS
SM
MD
LG