د لاس رسي وړ اتصالات

عادله راز: د سولې په خبرو کې طالبان باید عملي اقدام وکړي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي افغان حکومت د طالب بندیانو په خوشې کولو سره د سولې لپاره خپله ژمنتيا وښوده او طالبان هم باید د سولی په خبرو اترو کې یوازې د خبرو تر حد پاتې نشي او خپله ژمنتیا وښيي.

میرمن راز امریکا غږ سره په نیویارک کې په یوې ځانگړې مرکه کې وویل افغان حکومت هم غواړي چې بهرني سرتیري له افغانستان نه د یوه مشخص مهال ویش له مخې ووځي.

تازه ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې له افغانستان نه سرتیري باسي، خو اندیښنه لري چې دغه هیواد د ترهګرو په پټن ځای بدل نه شي.

خو میرمن راز وايي چې افغان حکومت یو انتخابي حکومت دی که طالبان نه غواړي چې له حکومت سره خبرې وکړي په دې معنی ده چې طالبان له خلکو سره خبرې نه کوي.

تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې یادونه کړې وه چې هیله لري له طالبانو سره د سولې مذاکرات د سپټمبر میاشتې څخه مخکې نتیجه ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې بیا وايي چې د سولې موافقې په صورت کې عملي کوونکی به یې افغان حکومت وي.

میرمن عادله راز سره بشپړه مرکه دلته وګورئ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز سره د اشنا ټلویزیون مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:40 0:00

میرمن راز وايي چې دوی د سولې موافقې ته په جدي توګه هیله لري او که تر راتلونکو دوو میاشتو وشي نو دا به د خوشحالۍ خبره وي.

XS
SM
MD
LG