جمهور رئیس محمد اشرف غني په لومړي ځل یوه افغانه مېرمن عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه ټاکلې ده.
د افغانستان د جهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر لسمه» امریکاغږ ته وویل چې، مېرمن عادله راز د محمود صیقل پر ځای ټاکل شوې ده.
اوس مهال محمود صیقل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه دنده سرته رسوي چې د ماموریت دوره یې پای ته رسېدلې ده.
عادله راز د اقتصادي همکاریو په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې وزیرې په توګه له شااوخوا درې کالونو راهیسې دنده سرته رسول.
مېرمن راز په پخواني حکومت کې د جمهور رئیس حامد کرزي د مرستیالې ویاندې په توګه دنده سرته رسولې ده.
دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت په ملګرو ملتونو کې یوه ښځه ډیپلوماته د افغانستان د دایمي استازې په توګه په کار ګماري.
د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته په افغانستان کې پر لوړو دولتي څوکیو د ګمارل شوو ښځینه مامورینو شمېر زیات شوی دی.
د مېرمن عادله راز تر څنګ تېره میاشت مېرمن رویا رحماني په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې په توګه کار پیل کړ.
د مېرمن رحماني سربېره ډاکټر ثرایا دلیل او منیژه باختري، او شکریه بارکزۍ هم په بهرنیو هېوادونو کې د سفیرانو په توګه دندې تر سره کوي.
په تېرو اتلسو کلونو کې مېرمن عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څلورمه دایمي استازې ده.
په تېرو درې لسیزو کې ډاکټر روان فرهادي، د اوږدې مودې لپاره په ملګر ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه کار کړی دی.
ډاکټر فرهادي د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر ړنګېدو وروسته د ۱۹۹۳کال د اپرېل په میاشت کې د پخواني جمهور رئیس بهرهان الدین رباني لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه وټاکل شو او تر ۲۰۰۶ میلادي کال پوري په پر له پسې توګه یې د ۱۳ کلونو لپاره د افغانستان د دایمي استازي په توګه دنده تر سره کړه ،تر هغه وروسته ډاکټر ظاهر طنین او بیا محمود صیقل دا چارې تر سره کړې.