د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: هغه طالبان په نښه کیږي چې اوربند په پام کې نه نیسي


دفاع وزارت وایي د عملیاتو شمیر يي د ۱۵ نه ۹ ته کم کړې دی
دفاع وزارت وایي د عملیاتو شمیر يي د ۱۵ نه ۹ ته کم کړې دی

د دفاع وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ (جون۲۵) وویل د طالبانو سره د اوربند له امله په علمیاتو کې کموالی راغلی ځکه پخوا به افغان ځواکونو د ورځې له ‍۱۵ نه تر شلو عملیات کول، خو اوس یوازې نهه عملیات پر مخ بیايي.

په داسې وخت کې چې افغان دولت له طالبانو سره د جګړې د کموالي خبره کوي، د پاکستان څخه کابل ته د خبریالانو، پخوانیو دیپلوماتانو او پخوانیو دولتي چارواکو په ګډون راغلی پلاوی وايي پاکستان د افغان دولت او طالبانو تر منځ د اوربند د مودې غځولو ملاتړ کوي‫.

د پاکستان یو پلاوی د خبرو دپاره کابل کې دی
د پاکستان یو پلاوی د خبرو دپاره کابل کې دی

​"تر کرښو ها خوا" په نوم د افغانستان او پاکستان ګډې کمیټې پاکستانی اړخ، کابل ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال د درېیم پړاو غونډې، او لیدنې کتنې کوي‫. د پاکستاني پلاوي مشر د دوشنبې په ورځ (جون۲۵) وویل د دواړو هیوادونو د ترینګلو اړیکیو د بیارغولو، د کډوالو د ستونزو د حل او د خلکو د تګ راتګ تر څنګ د سوداګرۍ په اړه د افغان چارواکو سره غږیدلي دي.

د دغې ګډې کمیټې افغان غړي وايي د پاکستاني پلاوي سره یې په افغانستان کې د سولې او د وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو په اړه خپل پیغام شریک کړې.

اوربند او سوله
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ د جګپوړو چارواکو یو پلاوي اسلام اباد ته سفر کړی و او هلته یې د پاکستاني مقاماتو سره د سولې او پیوستون په هدف د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر تطبیق خبرې کړې وې‫.

XS
SM
MD
LG