د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان عسکر سهواً وژل شویدي، امریکا


د پاکستان د وژل شویو عسکرو تابوتونه
د پاکستان د وژل شویو عسکرو تابوتونه

دامرېکا حکومت نن ووېل چې د ېو لړ اشتباهاتو او سهوو په وجه سږکال په نوامبر کې د ناټو په ېوې هواېې حملې کې دپاکستان د پوځ 24 تنه عسکر ووژل شول.

دAP اژانس نن د امرېکې د دفاع وزارت د ېوه مامور له قوله رپوټ ورکړ چې د دواړو خوا ترمنځ د بدګومانۍ او سو تفاهم په وجه دناټو هواېې ځواکونو سهواً د پاکستان دعسکرو په پوسته باندې برېد وکړ.

خو په راپور کې داخبره نه ده شوې چې اېا دواړو خواو اشتباهات کړي او که ېواځې ېوې خوا . د امرېکا ددفاع د وزارت ېوه بېانېه واېې اوس ډېر کوښښ کېږي چې د پاکستان او ناټو تر منځ سو تفاهم او تشنج کم شي.

دپاکستان پوځ واېې چې عسکرو ېې هېڅ داسې کوم عمل نه ؤ کړې چې د ناټو د هواېې حمله باعث شي. د پاکستاني چاوراکي واېې چې د ناټو دغه هواېې برېد دتجاوز او تېري ېو قصدي عمل ؤ.

خودAPاو AFP خبري اژانسونو د امرېکا ددفاع د ېوه مامور له قوله ددغه راپور په استناد ووېل چې دپاکستان نه نه په کې معافي او بښنه نه ده غوښتل شوې. د پاکستان مشرانو غوښتنه کړې وه چې ناټو باېد رسما بښنه ورنه وغواړي.

د امرېکا د دفاع وزارت د ناټو داقدام نه دفاع وکړه. اژانس د ناټو د ېوه امرېکاېې مامور له ووېل چې د امرېکا د دفاع وزارت لا خپا رسمي راپور تر اوسه پورې رسما نه دی خپور کړې خو د ا خبره په کې منل شوې چې ېو لړ اشتباهات شوي دي او اوس پوره زېار اېستل کېږي چې دپاکستاني پوځ سره دناټو همکاري له سره منظمه او عېاره شي.

XS
SM
MD
LG