د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزی وايي چې لوبغاړو یې د سکاټلېنډ سره د راتلونکې څلور ورځنۍ سیالۍ د پاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په لندن کې په تمرینونو بوخته ده، دوی د اکسفورډ پوهنتون نه یوه دوستانه لوبه هم وګټله چې تر ټولې ډېرې منډې په کې محمد شهزاد محمدې کړې وې او غبرګې سلیزې یې وهلې وې.
د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال مطیع الله عابد، د لوبډلې د تمرینونو او سکاټلېنډ سره یې د را روانې لوبې په اړه له ښاغلي ستانکزي سره غږیدلی دی.