د لاس رسي وړ اتصالات

د بګرام د زندان کنټرول رسماْ افغانانو ته وسپارل شو


امریکا په رسمي توګه د بګرام د جنجالی زندان کنټرول د افغانستان حکومت ته وسپاری، سره له دې چې د ځینو بندیانو د سرنوشت په باره کې اختلافات موجود و.

نن د دوشنبې په ورځ د بگرام په زندان کې په یو لنډ غوندي مراسمو کې درې زره بندیان افغان مامورانو ته وسپارل شول.د افغانستان ولسمشر حامد کرزي افغان مقاماتو ته د زندان او بندیانو سپارل وستائل او دا يي د ملي حاکمیت لپاره یو بری یاد کړ .

د امریکا پوځي مامورانو مخکي ویلی ووچې دوي پخوا لا اکثره بندیان په افغان مقاماتو باندی سپارلي وو. دغو مامورانو وویل چې دویي داضافي بندیانو د سپارلو کار ځکه وځنډاوه چې د افغانستان د حکومت د نیت په باره کې يي اندیښنه لرلې چې د تفاهم د یاداشت چې د مارچ په میاشت کې لاس لیک شوی و، شرایط پوره کوی شي که نه؟

دا سمدستی څرگنده نده چې دغه اندیښنې څه دي خو د ولسمشر کرزی اوپه افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواو لوړ رتبه قوماندان جنرال جان ایلن ترمنځ د شنبی د ورځی د غونډي نه وروسته دغه اندیښنی څرگندې شوې .
XS
SM
MD
LG