یوه خپلواکه ډله چې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې مالومات راټولوي ، وایي چې په افغانستان کې د 2001 میلادي کال نه راپدیخوا تر اوسه پورې 2 زره 7 سوه بهرني عسکر وژل شویدي.
خو پدغې لس کلنې جګړې په زرګونه ملکي افغانان هم وژل شویدي.
کله چې لس کاله وړاندې په افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ نړیوالو قواوو یرغل وکړ، ورسره په هغه هیواد کې یو نوی فصل پیل شو.
د بشري حقونو د ډلې یو تن غړی نادر نادري وایي چې د کلونو جګړو نه ستومانه افغانانو هیله درلوده چې نور به نو هغوي په سولې او آرامۍ کې ژوند کوي خو له بده مرغه چې داسې ونشول.
" د طالبانو د رژیم د ړنګیدو نه وروسته، افغان ولس داسې فکر کاوه چې نوره جګړه پای ته ورسیده او بېګناه خلک به نور نه وژل کیږي. "
خو د خلکو دغه هیلې پوره نشوې، او د یاغیانو او نړیوالو قواوو په بریدونو کې زیات ملکي خلک ووژل شول او یا ټپي شول.
څلور کاله کیږي چې د ملګرو ملتونو د مرستو د انسجام ادارې (UNAMA) په افغانسان کې د مرګ ژوبلې په اړه مالومات راټولول پیل کړیدي. د دغې ادارې په رپوټ کې ښودل کیږي چې کال په کال د ملکي خلکو وژل کیدل زیات شویدي.
د یوناما د رپوټ له مخې په 2007 میلادي کال کې 15 سوه ملکي افغانان وژل شوي ؤ خو په 2010 کال کې بیا 2700 ملکي افغانان ووژل شول. او ملګرو ملتونو رپوټ ورکړ چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 2400 ملکي کسان د جګړې په بیلا بیلو پیښو کې وژل شویدي چې زیات شمیر کورنۍ یې د غم په ټغر کښینولې.
یوه مور چې زوی یې په جګړې کې وژل شویدی، د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي نه غواړي چې د کابل د ښار یوه کوڅه دې دهغه د زوی په نامه کړي.
" زما زوی په جګړې کې وژل شویدی نو کرزی باید چې یوه کوڅه زما د زوی په نامه کړي چې نوم یې ژوندی پاتې شي ."
د ملګرو ملتونو د مرستو د انسجام د ادارې یو تن کارکوونکی نظیف الله سالارزی وایي چې په افغانستان د مرګ ژوبلې په اړه د مالوماتو د راټولولو پروسه دقیقه نده.
د ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې ویل شویدي چې د روان میلادي کال په لومړنیو میاشتو کې په اوسط ډول په هرې میاشتې کې دوه زره او سل د تشدد پیښې شویدي چې د تیر کال په پرتله څلویښت په سلو کې زیاتوالی ښیي. خو دا چې په افغانستان کې یاغیانو ځانمرګو او نورو بریدونو ته زور ورکړی، داسې ښکاري چې د بېګناه خلکو وژل به همداسې ادامه ولري.