د لاس رسي وړ اتصالات

افغان امنیتي قواوې بندیان شکنجه کوي، ملګري ملتونه


افغان امنیتي قواوې بندیان شکنجه کوي، ملګري ملتونه
افغان امنیتي قواوې بندیان شکنجه کوي، ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې ویل شویدي چې د افغانستان پولیس او د ملي امنیت د ریاست افسران په زندانانو کې بندیان زیات زوروي او شکنجکه ورته ورکوي.

په رپوټ کې ویل شویدي چې د بندیانو شکنجه کول په دومره پراخه اندازه دي چې امریکا او د ناټو متحدین یې دیته مجبوره شول چې مشکوکه طالبان افغان چارواکو ته د تحقیقاتو لپاره ونه سپاري.

د ملګرو ملتونو پدې رپوټ کې د شاوخوا درې سوه بندیانو سره مرکې شویدي او دا مالومات په لاس راغلي دي چې په هغو زندانونو کې بندیان زیات زورول کیږي چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست او د ملي پولیسو تر کنترول لاندې دي او هغه کسان پکې بندي دي چې د طالبانو ګمان پرې کیږي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شویدي چې د استخباراتو افسرانو بندیان وهلي ټکولي، برقي شاکونه یې ورکړي، د پښو د ګوتو نوکان یې ایستلي او هم یې جنسي تیری پرې کړیدي. په رپوټ کې ویل شویدي چې پدغو زندانانو کې د بندیانو زورول دومره زیات ول چې په باالاخره د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې امریکا او د ناټو ځواکونو په څو ولایتونو کې نور بندیان افغان چارواکو ته د تحقیقاتو لپاره نه سپارل.

د افغانستان حکومت دغه تورونه رد کړیدي خو دا مني چې د زندانانو په سیستم کې د هغوي په قول کمبودۍ شته دي.

د افغانستان د ملي پولیسو او د ملي امنیت د ریاست افسرانو ته روزنه امریکا ورکوي. دلته په واشنګټن کې د بشري حقونو د څارنې د ادارې مشر ټام ملینوسکي وایي چې د ملګرو ملتونو دا رپوټ د امریکا موقف کمزوری کوي.

" په رپوټ کې دا خبره په ښکاره شویده چې زورونې د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د ملي پولیسو ځیني قطعو کړیدي نو دا پدې مانا چې دغه دوه ادارې باید چې خپل اعمال اصلاح کړي او په کابل کې د امریکا سفارت ته پکار دي چې د افغانستان د حکومت سره په ګډه کار وکړي تر څو دا یقیني کړي چې که هغوي د امریکا د مرستو دوام غواړوي نو پولیس او د ملي امنیت د ریاست افسران باید چې خپل اعمال اصلاح کړي. "

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې دا هم ویل شویدي چې د بندیانو سره د ناوړه رویې او شکنجه کولو له وجې به امریکا دیته مجبوره شي چې د سناتور پیټریک لخوا د معرفي شوي قانون نه کار واخلي. پدې قانون کې ویل شویدي چې امریکا دې د یوه ملک په عسکرو او امینتي قواوو باندې په هغه صورت کې روزنه، وسلې او پیسې بندې کړي چې د بشري حقونو نه سرغړوانه کوي.

ښاغلی ملینوسکي یو ځل بیا وایي چې امریکا پرته لدې چې د سناتور پیټریک لیهي قانون عملي کړي بله چاره هم نلري.

" امریکا باید چې دغه قانون عملي کړي، دا هغه څه ندي چې دوي یې په اجرا کولو کې زړه نا زړه وي. او بله دا چې دوي پرته لدې چې زه او ته ورته ووایو پکار ده چې دا کار د قانون له مخې وکړي. او زه فکر کوم چې هغوي به دا کار وکړي ځکه چې دا ځل شواهد بیخي ښکاره او دقیق دي. "

په کابل کې د امریکا د سفارت چارواکو ویلي دي چې هغوي د افغانستان د امنیتي قواوو تر کنترول لاندې په زندانونو کې د څارنې یو ډول سیستم جوړوي او همدارنګه د ناټو د ځواکونوپه اعلامیې کې ویل شویدي چې هغوي د امریکا سره په ګډه کار کوي تر څو دا یقیني کړي چې نور بندیان په زندانونو کې ونه زورول شي.

XS
SM
MD
LG