د لاس رسي وړ اتصالات

د مرستو عیسوي موسسه وايي له افغانستان څخه نه وځي


د مرستو یوه عیسوی موسسه وايي چې دوی له افغانستان څخه دوتلو پلان نلري، که څه هم دافغانستان په شمال کې ددوی ١٠ تنه غړي ووژل شول.

د نړیوالو مرستو رئیس ډیرک فرانس د دوشنبی په ورځ د وژل شویو مامورانو نومونه خپاره کړل.

په دغو قربانېانوکې شپږ تنه امریکایان، دوه افغانان یو برتانوی او یو جرمنی شامل وو.

د مرستو دغه ډله چې د یوې طبی موسسی له خوا نه لیږل شوي وو، په افغانستان کې یې غوښتل چې د خلکو د سترگو علاج وکړي.

هغوی تیره اونۍ د بدخشان په ولایت کې ووژل شول.

طالبانو پرهغوی باندی دحملی مسوولیت په غاړه اخیستی دی. پرهغوی یې دا تور لگولی دی چې د عیسويت تبلیغ او جاسوسي یې کوله.

ډیرک فرانس خبریالانوته په کابل کې، ددوشنبی په ورځ وویل چې دغه ډله خلک عیسوېت ته نه رابولي او په دري ژبه باندې یې د انجیل کتابونه له ځان سره نه انتقالول.

افغان چارواکي هم ددې پیښې تحقیقات کوي چې ایا دا مرگونه په یوه وسله واله داړه کې پیښ شويدي او که نه.

ډیرک فرانس وویل یوافغان موټروان چې یوازینی ژوندی پاتې شوی سړی دی، افغان چارواکي له هغه نه په کابل کې تحقیقات کوي.

نور تفصیل:

ناټو وايی چې دافغانستان په جنوب کې د بم په ېوه حمله کې ددوشنبی په ورځ ددوی ېو عسکر وژ ل شوېدی. ړ

ناټو وايي چې طالبانو ددوشنبی په ورځ باندی ددوی په دری پوستونو باندی په پکتېکا کې حملی وکړلی.

ددغو حملو له امله د افغانستان اوناټو له قواوسره نښتی پېل شولی. چارواکی وايي چې لږ تر لږه ٦ تنه حمله کوونکی ووژل شول.

دناټو بل رپوټ وايی چې دکونړ ولاېت د وټه پور په ا ولسوالی کې ېاغېانو د ېکشنبی پهورځ د ناټو پرېوه نظامي پوسته باندی حمله وکړله.

په دغه حمله کې ېوماشوم ووژل شواو بل زخمی شو.

همدارنگه ناټو وايي چی د امریکا دوه عسکر دشنبی په ورځ باندی، دهېواد په جنوب کې هغه وخت ووژل شول چې کوشش یې کاوه یو تښتیدلی بندي قابو کړي.

د کندز په ولاېت کې، د دوشنبی په ورځ باندی، د جرمنیانو یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځیدلې ده.

رپوټ وايی چې دغی الوتکې د ارتفاع اندازه د تخنېکی ستونزو له امله کمه شوې وه.

XS
SM
MD
LG