د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې په بمبارۍ کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي


An Afghan air force A-29 Super Tucano aircraft flies over Afghanistan during a training mission, April 6, 2016.
An Afghan air force A-29 Super Tucano aircraft flies over Afghanistan during a training mission, April 6, 2016.

د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، چې تیره شپه د افغان هوایي ځواک الوتکو د ناسمو معلوماتو پر اساس د دغه ولایت مرکز سره نږدې د ملي اردو په سرتیرو بمباري کړې چې له امله یې دوه سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

پېښه تیره شپه د ترینکوټ ښار شمال ختیځ لور ته په یو کیلو میترۍ کې د کوټوالو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې یو افغان نظامي پلاوی د پېښې پلټنه کوي.

ښاغلي نایاب وویل " امنیتي ادارو کشفي معلومات لرل چې د کوټوالو په مکتب کې وسله وال ځای پر ځای شوي کله چې د ملي اردو ځمکني قوتونه د یوې د قیقې په تفاوت د مکتب ودانۍ ته رسیږي وسله والو سیمه پرې اېښي وه او هوايي الوتکو پر مکتب بمبارد کړی چې د پوځ ۶ تنه سرتیري پکې ټپیان شوي".

د ترینکوټ د ولایتي روغتون یوتن نوکریوال ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې له پېښې ځای څخه په ور وړل شویو ټپیانو کې دوو تنو په روغتون کې ساه ور کړې او دوه تنه نور د سختو ټپونو له کبله د کندهار هوايي ډګر ته د درملنې لپاره لیږدول شوي.

د ارزګان د ولایت مرکز ترینکوټ په شمال او شمال ختیځ کې افغان ګډو ځواکونو د خالد په نوم نظامي عملیات پيل کړی چي اساسي موخه يې د ترینکوټ ښار څنډې د دولت د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکول ښودل کیږي.

په ارزګان کې د ملي پوځ د لوا قومندان جنرال غلام حضرت پرون په یوه مطبوعاتي ناسته کې وويل چې د ترینکوټ په نظامي عملیاتو کې د افغان هوايي پوځ سوپرټکانو الوتکې خاص رول لري او د دولت مخالفین يې له زیاتو سیمو څخه شاتګ ته اړ ګړي دي.

XS
SM
MD
LG