د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په تړاو د افغان او پاکستاني علماء ګډه غونډه جوړېږي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان د جیدو دیني علماو غونډه تر سره شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزي تېره ورځ د پاکستان د دیني علماو شورا له مشر قبله ایاز سره د راتلونکې غونډې پر جوړېدو موافقه کړې ده.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د جمعې په ورځ د «مرغومې پر۲۱مه» ویلي چې افغان پلاي د دغه غونډې په اړه له پاکستان چارواکو سره خبرې کړي چې ډېر ژر به په اسلام اباد کې جوړه شي.

هغه وویل: "موږ هیله من یو چې دا د افغانستان او پاکستان د دیپلوماټیکو مراجعو لخوا وروستۍ شي، ترڅو د افغانستان د سولې عالي شورا سره په همغږۍ د افغانستان او پاکستان د دیني علماو غونډه تنظیم شي."

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان د دیني علماو غونډه مخکې تر سره شوې واي، خو د سولې عالي شورا ویاند وايي چې دغه غونډه د پاکستان د نه همکارۍ له امله وځنډېدل.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي،‌ افغان پلاوي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له دغه هېواد څخه له افغان سولې سره د همکارۍ په برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د سولې د عالي شورا پلاوی د افغان سولې بهیر سره د پاکستان د ملاتړ راجلبولو په هدف د ترې سې شنبې په ورځ پاکستان ته تللی دی.

پر همدې مهال په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.

بیان وايي چې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغان سولې پر بهیر او دوه اړخیزو مسائلو خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG