د افغانستان روغتیا وزارت د سوځیدنی د پېښو په اړه د عامه پوهاوي لومړنی کمپاین پیل کړی دی.
دا پداسی حال کی ده چې په دغه هیواد کې د سوځیدنې پېښی زیاتې شوي دي.
ددې کمپاین مشري د افغانستان د روغتیا د وزارت سرپرسته ثریا دلیل کوي.
هغی د ښونځیو له ښوونکو، ملا امامانو، قومي مشرانو او سپین ږیرو غوښتنه وکړه چې ددې د وزارت سره د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.
داکتر دلیل وویل، یوازې تیر کال د سوځیدلو په پېښو کی ۲۴ زره کسان روغتونونو ته رسول شوي چې په دوی کې ۲۳۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغی دا هم وویل چې د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د سوځیدنې د پېښو شمیر نهه زره پنځه سوه اته شپیتو ته رسي چې ۹۳ تنه پکې تلف شوي دي.
میرمن دلیل وویل چې د تیر کال په پرتلي سږ کال ددې قربانیانو شمیر مخ په زیاتیدو ښکاري.