د لاس رسي وړ اتصالات

د سپوژمۍ د هوټل برید د ۲۰ کسو په مړینې ختم شو


افغان چارواکي وايي چې د کابل د قرغې د سیمې د سپوژمۍ هوټل برید د ۲۰ کسانو په مړینې پای ته رسېدلی دی. طالبانو ددغه ۱۲ ساعته برید پړه په غاړه اخیستې ده. چارواکي وايي چې په وژل شویو کسانو کې ۱۶ تنه یې ملکیان دي ، درې تنه ساتونکي دي او یو د پولیسو افسر دی.

برید پنځو تنو یاغیانو کړی دی چې په لاسي بمونه، راکټونو او انتحاري واسکټونو باندي سمبال وو. برید د پنجشنبې په شپه ناوخته هغه مهال پیل شو چې وسله والو لومړی د هوټل ساتونکي ووژل او وروسته یې پر ملکیانو چې په هوټل کې یې ډوډۍ خوړله برید پیل کړ او ګڼ شمیر یې په کښي ووژل.

یاغیانو وروسته خلګ یرغمل ونیول چې ماشومان او ښځې هم په کښي شامل وو.

چارواکي وايي چې د برید په وخت کې په هوټل کې د ۲۵۰ شاوخوا خلګ موجود وو چې ځینو یې د برید پر مهال اوبو ته ځانونه واچول او ځينو نورو یې د بند شاوخوا سیمو کې ځانونه پټ کړل.

افغان امنیتي ځواکونو د ۴۰ نه زیات افغانان چې د یاغیانو له خوا یرغمل نیول شوي وو آزاد کړل او برید عملاْ د وروستي یاغي په ختمولو سره پای ته ورسېدی. د ناټو هلیکوبترو د ژغورنې په عملیاتو کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو سره مرسته کوله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید پړه په غاړه اخیستې ده او وايي چې په هوټل کې غیر اسلامي اعمال ترسره کېدل.

د سپوژمۍ هوټل د قرغې په بند کې دی چیري چې افغانان د خپلو کورنیوو سره یو ځای د جمعې په شپه چې په افغانستان کې رخصتي ده، راغونډیږي. دغه هوټل ته تل بډایه افغانان، تجاران او بهرنیان راځي. په دې سیمه کې د کابل د نورو سیمو په پرتله امنیت سطحي دی.

یاغیانو پخوا هم په کابل کې پر نورو سیمو بریدونه کړي دي چې په کښي د کانتین هوټل او د تیرکال د امریکا پر سفارت باندي بریدونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG