د لاس رسي وړ اتصالات

ځوانان وايي د بېکارۍ او نا امنۍ له امله کډوال کېږي


د ملگرو ملتونو د مهاجرینو اداره وایي سږکال ١٦٠ زره افغانان اروپا ته مهاجر شوي دي.

د امنیت او کار نشتوالي افغانان او د نورو هېوادونو خلک دیته اړ کړي دي چې له خپل ملک نه بهرنیو هیوادونو ته پناه یوسي.

له بل پلوه په اروپا کې هم د سورېې، افغانستان او عراق کډوال له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي. که څه هم دقیق شمېر معلوم ندی چی هرکال څومره افغانان بهرنیو ملکو نو ته ځي خو د ملگرو ملتونو د مهاجرینو اداره وايی یوازې سږکال ١٦٠ زره افغانان اروپاته مهاجر شویدي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاسپورت له دفترنه بهر زښت ډېر افغانان راټول شوي دي چی پاسپورت واخلي او له خپل هېواد نه بهرته ولاړ شي. زیات شمېر افغانان اروپا ته روان دي او علت ېې دا څرگندوي چی د دوی په هیواد کې کار او امنیت نشته دی.

رضا نوري د انجنیری د پوهنځي فارغ التحصیل وايي که چېرې د هغو خلکو لپاره چې دلته ژوند کوي کارونه او امنیت نه وي نو هغوی به دلته څه وکړي "کار او امنیت د ژوند لپاره دوه بنیادي اړتیاوې دي، خو زموږ په ملک کې دا دوړه نشته. له همدې امله په دې ملک کې د پاتی کېدلو ضرورت هم نشته."

یو شمېر افغانان اروپاته د امن او سوکاله ژوند لپاره ځي، خو دا کار د افغانستان لپاره په اوږده موده کې اقتصادی زیان او تاوان لري.

له یوې خوانه د ناټو عسکر له افغانستان څخه په ٢٠١۴ کال کې خپلو هېوادونو ته ستانه شول، او له بل پلوه د طآلبانو بغاوت هم تر پخوا ډېر شدید شوی دی؛ له همدې وجې اقتصاد او امنیت غټ تاوان ولید. هغه په ملیاردو ډالرونه چې د بهرنېو مرستو په توگه او د نظامي قواو لپاره په افغانستان کې مصرف کېدل هغه تقریبا په ټپه ودریدل.

عبدالقهار ساپی د کابل یو اوسیدونکی خپل حکومت د کار او امنیت د نشتون له امله پړ بولي او وايي "ما پریکړه کړېده چی له هېواد نه ووزم. خامخا به د وتلو لپاره ېوه لاره پېدا کوم، ځکه زه دلته له حکومت نه خوشاله نه یم، دملت لپاره ېې هېڅ ونکړل."

هغه زیاتوي چی که حکومت خلکو ته کار او روزگار پیدا کړی نو هیڅ څوک به هم بل ملک ته د پنا ه اخیستلو لپاره ولاړ نشی.

د ښاغلی نوري او ساپي په څېر ډیر ځوانان کولی شی چی د خپل عمر گټور کلونه په خپل هېواد کې تیرکاندی او له تقریبا پنځه لس کاله نړۍ والو مرستو نه ورو سته داسی اقتصاد منځته راولی چی په خپله په کور پوره وی او د بهرنیو مرستو ته اړتیا ونلري.

د کار ټولنیزو چارو ، شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال احمد شاه صالحی پرځوانانو غږ کوی چې پر حکومت باو ر ولري او ددې ترڅنگ صبر او زغم هم ولري.

ښاغلي صالحي وايي ".. افغانستان دوی ته ضرورت لري او دوی افغانستان ته. له افغانستان څخه وتل د حل لاره نه ده. زه فکر کوم چی موږ ډېرې سترې ستونزې اوارې کړې دي. ښه به داوی چی دا اوسنی مشکلات هم له یوبل سره په گډه حل کړو."

دغه راز خبرې د ډېرو افغانانو لپاره څه خاصه معنی نلري، ځکه هغوی وینی چی د زېات شمېر سیاسي او حکومتی مشرانو اولادونه په بهر کې دي. د افغانستان ولسمشر اشرف غني تیره اونۍ په همدې اړه وویل هغه بډای افغانان او افغانانې چی په بهر کې زده کړې کوی پکار ده بېرته هېواد ته راستانه شي.

یوشمېر اقتصاد پوهان وايی چې بهرنی افغانان هم خپل هېواد ته د پېسو په لیږلو د افغانستان له اقتصاد سره مرسته کولی شي.

XS
SM
MD
LG