د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کابینې په اونۍ کې دوه ورځې رخصتي تائید کړه


د کابینې په دې غونډه کې جمهوررئیس غني د اړوندو وزارتونو وغوښتل چې د کار د قانون د تعدیل لپاره یوه طرحه ورته وړاندې کړي
د کابینې په دې غونډه کې جمهوررئیس غني د اړوندو وزارتونو وغوښتل چې د کار د قانون د تعدیل لپاره یوه طرحه ورته وړاندې کړي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د افغان حکومت د کابینې په وروستۍ غونډه کې چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه په ټول افغانستان کې په اونۍ کې دوه ورځې رخصتي تائید شوې ده.

د ارګ نه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې د پنجشنبې د ورځې د غرمې وروسته د کابینې په دغه غونډه کې برخوالو د جمعې او شنبې په ورځو دعامې رخصتۍ په مسله د اوږدو خبرو وروسته د جمعې او شنبې په ورځو د رخصتۍ په باب د افغانستان د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو د د وزارت وړاندیز په پرنسیب کې ومنه.

دا بیان وایي چې کابینې د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو د ، مالیې،او عدلیې وزارت ته دنده وسپارله چې د اساسي خدمتونوپه برخو کې د کار د دوام په برخه کې یوه هراړخیز وړانډیز د کار د قانون د تعدیل لپاره د جمهور رئیس تقنیني فرمان ته چمتو کړي.

د کابینې د غونډې په دې خبر کې ویل شوي چې په یو شمیر اسلامي هیوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات،قطر، مراکش، مصراو بنګلدیش کې لا دمخه د جمعمې او شنبې ورځې د اونیزو رخصتو د ورځو په توګه غوره شوي دي نو ځکه افغانستان هم دا ورځې د خپلې اونیزو رخصتیو د ورځو په توګه ټاکلي دي.

کابینې د کورنیو چارو وزارت ته هم وظیفه ورکړې چې د کابل په ښار کې د ټرافیکو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره یو وړاندیز ترتیب او د کابینې بلې غونډې ته وسپاري.

په اوس وخت کې یوازې کابل په اونۍ کې دوه ورځې د پنجشنبې او د جمعې په ورځو رخصتي لري، د افغانستان په نورو ولایتونو کې د حکومت مامورین د اونۍ شپږ ورځې کار کوي او یوازې د جمعې ورځ عامه رخصتي ده.

د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي حکومت د پنجشنبې دورځې درخصتۍ پریکړه په کابل کې د چاپیریال د ککړیدو د مخنیوي لپاره کړې وه.

د افغانستان سوداګر او پانګه وال د حکومت دغه پریکړه ستایې خو وایي چې حکومت ته په کار دي چې په اونۍ کې د پنځه ورځو کار د پالیسې په تطبیقولو سره په حکومتي ادارو کې کاري دسیپلین وساتي ترڅو د پخوا په څیر مامورین د پنجشنبې له ماسپښینه له خپلو دفترونو غیرخاضر نه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافیظي امریکا غږ سره په مرکه کې د افغان حکومت دا پریکړه وستایله وویل چې په اوس وخت کې افغانستان له بهر نړۍ سره یوازې درې ورځې کاري اړیکې لري.

ښاغلي حافیظي وویل "مخکې دوه ورځې جمعه او پنجشنبه دلته رخصتي وه، شنبه اویکشنبه په پرمختللو هیوادونو کې رخصتي وه او په اسلامي هیوادونو کې جمعه او د شنبې ورځې رخصتي وي دغو رخصتیو ته په کتنې مونږ ته یوارې درې ورځې په اونۍ کې د کار وخت پاتې کیده چې د نړیوالې سوداګرۍ سره اړیکې ولرو نو اوس ښه شو یوه ورځ رخصتي مو د نړیوالو رخصتیو سره برابره شوه او دوه رخصتۍ مو د اسلامي هیوادونو سره ".

ښاغلي حافظي وایي چې دا پریکړه په دې هم ښه ده چې د اونۍ دوه ورځې رخصتۍ اوس په ټول افغانستان کې تطبیق کیږي او د پخوا په څیر یوازې کابل ته د اونۍ دوه ورځې رخصتۍ نه دي ځانګړې شوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د نړیوالو اړیکو مشر وایي چې دوه ورځې رخصتۍ د افغانستان په څیر یو هیواد ته چې کارونه په کې په ورو پرمخ ځي منفي اغیزې هم لرلې شي.

ښاغلي حافظي وایي افغان حکومت ته په کار دي چې په ادارو کې د هغو مامورینو سره جدي چلند وکړي چې د دوه ورځو رخصتیو سربیره د رخصتیو یوه ورځ وړاندې په ماسپښین دفتر څخه وځي او د رخصتۍ د پای ته رسیدلو په ورځ ماسپښین دفتر ته راستنږي.

په افغانستان کې د جګړې دمخه کلونو کې د حکومت مامورینو په اونۍ کې د جمعې د ورځې د رخصتۍ ترڅنګ د پنجشنبې په ورځو د غرمې تر دوولس بجو کار کوه او پاتې نیمه ورځ بیا مامورین رخصت وواو د عامه خدمتونو د ادارو پرته نورې دولتي ادارې ټړلې وې.

XS
SM
MD
LG