د لاس رسي وړ اتصالات

کابینې د پوهنتونونو د استادانو معاشونو لوړولو مقرره پرنسیپ کې تائید کړه


د افغانستان جمهوري ریاست کابینې د دولتي پوهنتونونو د استادانو د معاشونو لوړولو مقرره په پرنسیپ کې تائید کړه.

د دولتي پوهنتونونو د استادانو د معاشونو لوړولو مقرره د افغانستان د لوړو زده کړو، مالیې او عدلیې وزارتونو لخوا جوړه او وورستۍ شوې نن د چهارشنبې په ورځ د «کب پر ۲۹مه» د افغان کابینې لخوا په پرنسیپ کې تائید شوه.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې، د افغان کابینې لخوا د استادانو د معاشونو لوړولو په اړه د یادې مقررې تائیدول یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د دولتي پوهنتونونو د استادانو ټولنې په یوه اعتراضیه حرکت سره د خپلو امتیازي معاشونو د رسمي کولو غوښتنه وکړه.

دغه استادانو ویل چې پخواني حکومت د امتیاز په ډول د دوی معاشونه لوړ کړي، خو په اړه یې رسمي مقرره نه ده ورکړل شوې.

استادانو هغه مهال ګواښ وکړ که چیري د دوی امتیازي معاشونه رسمي بڼه خپله نه کړي دوی به په ټول هېواد کې دوامداره درسي اعتصاب پیل کړي.

تر هغه وروسته د افغانستان مالیې وزارت خبر ورکړ چې د نوي مقررې له‌مخې د افغانستان د دولتي‌ پوهنتونونو د استادانو معاشونه ۳۳ زیات شول.

مالیې وزارت تېره یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، چې د استادانو د معاشونو د لوړولو په اړه مخکنۍ جوړه شوې مقرره «غیر عادلانه او نامتوازنه» وه چې د بودیجوي‌ امکاناتو په نظر کې نه نیولو له امله د دغه وزارت لخوا رد شوه.

دغه وزارت ویلي چې د یادې موضوع د هر اړخیزې څېړنې په هدف د لوړ زده کړو، عدلیې او مالیې وزارت څخه تشکیل شوي کمېټې د «توازن، تعادل او بودیجوي امکاناتو» اصل په نظر کې نیولو سره نوې مقرره د روان کال د کب میاشتې پر ۲۱مه وروستۍ کړه.

XS
SM
MD
LG