د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ماشومانو تکوانډو ته مخه کړې


افغان ماشومانو تکوانډو ته مخه کړې
افغان ماشومانو تکوانډو ته مخه کړې

په کابل کې د روژې د مبارکې میاشتې په ویاړ د اته کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ پیل شوې.
د تکواندو د فدراسیون مرستیال آرین خیبر آشنا ټلویزیون ته وویل چې په دغو سیالیو کې د کابل ښار د پنځه دیرشو کلپونو یو سلو پنځه دیرشو تنو لوبغاړو ګډون کړی چې تر دریو ورځو پورې به دوام لري.

د خیبر په وینا دوی غواړي چې هر وخت دغه راز لوبې د تنکیو ځوانانو ترمنځ ترسره کړي ځکه همدا لوبغاړي دي چې په راتلونکې کې کولای شي د ملي لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړي او د پخوانیو لوبغاړو تشه ډکه کړي.
د تکواندو د فدراسیون چارواکيو د مالوماتو له مخې د تیرو وختونو په پرتله د تنکیو ځوانانو ترمنځ اوسنۍ لوبې په نړیوالی کچی ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG