د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان، چین، پاکستان او تاجکستان لوی درستیزانو غونډه کړې


افغانستان، پاکستان، چین او د تاجکستان لوی درستیزان په نوبتي ډول د خپلو هیوادونو د سرحدي مسلو په هکله سره خبرې کوي.
افغانستان، پاکستان، چین او د تاجکستان لوی درستیزان په نوبتي ډول د خپلو هیوادونو د سرحدي مسلو په هکله سره خبرې کوي.

د افغانستان، پاکستان، چین او تاجکستان لوی درستیزانود یکشنبې په ورځپه دوشنبه ښار کې په یوه ګډه څلوراړخیزه غونډه کې د خپلو هیوادونو د سرحدونو په اوږدو کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په لارو چارو خبرې کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان له اړخه د افغان پوځ لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي برخه اخیستې وه.

جنرال وزیري وویل "دا نوبتې غونډه ده کله چین کې، تاجکستان کې، افغانستان کې یا پاکستان کې جوړیږي، دوی اکثره په سرحدي مسئلو خبرې کوي، چې د سرحد دواړو خواو ته دوی په خپلو هیوادونو کې سره ګزمې ولري او که کومه غیرې مترقبه مسئله ګوري د هغې په اړه یو بل ته خبر ورکړي او په جریان کې یې واچوي".

جنرال وزیري هیله وښوده چې ټول ګډونوال به هغو پرېکړو ته چې په دې څلوراړخیزو غونډو کې یې کوي ژمن پاتې شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند هیله وښوده چې پاکستان به په دې غونډه کې شویو ژمنو ته پابند پاتې شي.

جنرال وزیري وویل " اساسي خبره داده چې د تاجکستان او چین هیواد سره زمونږ مشکلات ترډېره حده حل شوي دي، ځکه د سرحدونو دواړو خواو ته هغوی ګزمې کوي او یو بل په جریان کې اچوي، تنها مشکل له پاکستان سره دی، چې پاکستان ژمنې کوي او بیا عمل پرې نه کوي، هیله داده چې پاکستان هم کله چې ژمنه کوي پرهغې عمل وکړي ".

په دې څلوراړخیزه غونډه کې د پاکستان له اړخه د دغه هیواد د پوځ مشر جنرال قمر باجوه، د چین د لوی درستیز جنرال لي زوچینګ او د تاجکستان له اړخه جنرال صابرزاده امام علي عبدالرحیم برخه لرله.

ټاکل شوې چې د دغو هیوادونو پوځي چارواکي به نن هم خپلو لیدو کتو ته دوام ورکړي.

تیرکال د اسد د میاشتې په نیمایي کې د د چین په ارومچي ښار کې د دغو څلور واړو هېوادونو د لوی درستیزانو غونډه جوړه شوې وه.

د چین په ارومچي ښار کې په څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان او پاکستان پخوانیو لوی در ستیزانو جنرال قدم شاه شهیم،او جنرال راحیل شریف، د چین د مرکزي پوځي کمېسیون رئیس او د تاجکستان د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال برخه لرله.

د دغو څلورو هیوادونو د لوی در ستیزانو دا غونډې په نوبتې ډول په دغو څلورو هیوادونو کې جوړیږي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې د امریکا د جمهوررئیس له خوا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان شوې چې د پاکستان د پوځ مشر د دغې نوې ستراتیژۍ سره خپل مخالفت ښودلی دی، خو افغان حکومت د امریکا د نوې ستراتیژۍ هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG