د لاس رسي وړ اتصالات

رباني: ښایي د سولې نوي مذاکرات بریالي شي


چین د شانگهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب د غوښتنې ملاتړ کوي.
چین د شانگهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب د غوښتنې ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د خپل چینایي سیال ونگ یي سره د سې شنبې په ورځ په بیجینگ کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د طالبانو سره د خبرو د بیا پیلیدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي رباني وویل هیله مند دی چې د چین او متحده ایالاتو په مرسته به په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو نوی پړاو بریالی شي.

ښاغلي رباني زیاته کړه چې "البته وخت به ونیسي، خو مونږ ډیر هیله مند یو، ځکه چې د بیاپخلاینې د خبرو اترو دا دور، د پخوانیو هڅو څخه ډیر توپیر لري، ځکه چې دا ځل دوه ډیر مهم هیوادونه، چین او متحده ایالات د دې بهیر ملاتړ کوي. دواړه هیوادونه له افغانستان او پاکستان سره ښې اړیکې لري، او د هغوی همکاري او ملاتړ به مثبته نتیجه وکړي."

تمه کیږي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو د بیا پیلیدو په هدف وروستۍ څلور اړخیزې غونډې به دواړه خوایې د مذاکرې میز ته راولي.

ښاغلي رباني زیاته کړه "مونږ همدارنگه د طالبانو د ډلو په غړو باندې غږ کړی چې د مذاکرې میز ته راشي ځکه چې د افغانستان ستونزه یوازې د سولې او مذاکرې له لارې حل کیدای شي."

د چین د بهرنیو چارو وزیر ونگ یي وایي د سولې او بیا پخلاینې بهیر کامیابي د څو عواملو سره تړلې ده.

"افغان حکومت او ټول سیاسي اړخونه باید یوه اجماع وکړي او د بیا پخلاینې لپاره د ښه پلان سره را مخ ته شي. البته چې مونږ د طالبانو نه د مثبت ځواب تمه لرو. پاکستان هم باید خپل ځانگړی نقش ولوبوي."

د شانگهای سازمان غړیتوب

چین د شانگهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب د غوښتنې ملاتړ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل افغانستان غواړي چې په نژدې راتلونکې کې د شانگهای د همکارۍ د سازمان او هم د آسیا د بنسټیزو تاسیاتو د پانګونې د بانک بشپړغړیتوب ترلاسه کړي.

د ښاغلي وانگ زیاته کړه چې چین د افغانستان دغه غوښتنه مهمه بولي او د هغې ملاتړ کوي.

چین د شانگهای د همکارۍ د سازمان یو مهم غړی دی چې افغانستان له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په کې د څارونکې په توګه غړیتوب لري.

پر چین سربېره روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان هم د دغې سیمه ییزو همکاریو د ټولنې چې په ۲۰۰۱ کې تاسیس شوې؛ غړي دي.

د شانگهای سازمان د اقتصادي او فرهنګي همکاریو په مقصد تاسیس شوي.

ځیني افغان کارپوهان وايي، د شانگهاي سازمان د سیمي د اقتصادي ودې، تجارتي اړیکو او د سولې او ثبات ټینګولو ته؛ د یو غښتلي ارګان حیثیت لري او افغانستان باید ورسره تجارتي اړیکې ولري.

بل خوا د چین د بهرنیو چاور وزیر وویل چې چین او افغانستان موافقه وکړه چې د ترهگرۍ ضد او د ورښمو لارې جوړونې پروژې کې د دواړو هیوادونو همکاري غښتلې کړي.

هغه زیاته کړه چې "چین د افغانستان د بیارغاونې ملاتړ کوي او دې ته لومړیتوب ورکوي چې د استوگنې ودانۍ جوړې کړي، کارکونکي وروزي او د خلکو ژوند بهتره کړي. او مونږ غواړو چې د افغانستان د راتلونکې پرمختگ لپاره په زیربنايي کارونو کې په یوه پلان باندې کار وکړو."

د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي " موږ ددې هرکلی کوو چې افغانستان د چین د اقتصادي کوریدور په پروژه کې گډون کوي. موږ موافقه وکړه چې په ددغه پروژې باندې د حکومتونو تر منځ یوه موافقه لاسلیک شی."

د وریښمو د اقتصادي لارې پروژه په کال ٢٠١٣ کې د چین له خوا وړاندیز شوه او په یویشتمې پیړۍ کې به دا لار اسیا، اروپا او افریقا لوی وچې سره وتړي.

ښاغلی رباني له دوشنبې ورځې نه چین ته تللی او تر پنچشنبې پورې به هلته پاتې شي. دواړه هیوادونه د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو شپیتمه کلیزه لمانځې.

XS
SM
MD
LG