د سه شنبې په مازدیگر طالبانو یوه ایم ١٧ ډوله هیلیکوپتر د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې وسوزوله.
ویل کیږي چې دا هیلیکوپتر په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو وه او د نامعلومو دلیلونو له امله یې په سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې وه.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د فاریاب په ولایت کې د دغې هلیکوپتر بېړنۍ کوزیدنه تائید کړې ده. خو هغه نه دي ویلي چې د هیلیکوپتر سپرلۍ څوک دي او دا هیلیکوپتر چیرته روانه وه. همداشان د هیلیکوپتر د بېړنۍ کوزیدنې علتونه هم نه دي څرگند شوي.
د فاریاب په ولایت کې د شاهین د ٢٠٩ قول اردو مقاماتو هم دغه پیښه تائید کړې ده.
د دې هیلیکوپتر د سپرلیو د شمیر او سرنوشت په هکله تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
په فاریاب کې د ملي اردو د ځواکونو ویاند رضا رضایي د امریکا غږ رادیو ته وویل هغه سیمه چې دغه هیلیکوپتر په کې سوزول شوی د طالبانو تر ولکې لاندې وه.
د ښاغلي رضایي په وینا د دغې سیمې د بیرته نیولو لپاره افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو سره په جگړه بوخت دي.