د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: ضیا صالحي له ‏سي.آی.اې معاش اخلي


نیویارک ټایمز: ضیا صالحي له ‏سي.آی.اې معاش اخلي
نیویارک ټایمز: ضیا صالحي له ‏سي.آی.اې معاش اخلي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د افغان جمهور رئیس هغه مرستیال چې د اداری فساد په تور ترې نه تحقیقات کیږي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې له خوا نه تنخواه ورکول کیږي.

په دغه رپوټ کې د ډیرو افغان او امریکايي چارواکیو له قوله چې خپل نومونه نه اخلی لیکل شويدي چې داسې ښکاري چې د افغانستان د ملي امنیت د شوری اداري مشر محمد ضیا صالحی له ډیرو کلونو راهیسې د امریکا د مرکزي استخباراتو له ادارې یا CIA نه تنخواه اخلي.

د ټایمز ورځپاڼه لیکي چې دامعلومه نده چې ایا صالحي ته د CIA له خوانه ددې لپاره تنخواه ورکول کیږې چې معلومات ورکوي او که د امریکا په گټه د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي په اداره کې د نظریاتو پلوي وکړي، او که دا دواړه کاره کوي.

رپوټ وايي چې ضیا صالحی د دغو ادعاگانو په باب تبصره نده کړې.

د افغانستان پولیسو، ضېا صالحي تیره میاشت توقیف کړی و. هغوی وايي چې د هغه خبرې ثبتېدلې چې له یوې کمپنۍ نه یې ددې په مقابل کې رشوت غوښته چې امریکا په دې گومان ترې نه تحقېقات کول چې د افغان مشرانو، قاچاقبرانو او یاغیانو لپاره یې پیسې انتقالولې.

د افغانستان جمهوررئیس په دې پیښه کې مداخله وکړله او صالحي یې له ٧ ساعته توقیف نه وروسته را خوشې کړ.

په یوه بل انکشاف کې؛ ناټو وايي چې ددوی یوه څارونکې بې پېلوټه الوتکه د پنجشنبی په ورځ دکندهار په ولایت کې د ماشین د خرابئ له ا مله غورځېدلې ده او بله یې د وردگو په ولاېت کې غورځېدلې ده.

ناټو وايي چې هغوی غورځېدلی الوتکې پیدا کړلې د هغی الوتکی کیمره یې پکې پیدا نکړلی شوه چې په کندهار کې لویدلې وه.

په رپوټ کې، د سیمی د اوسیدونکیو له قوله ویل شوي دي چې کیمره یاغیانو ترې نه اخیستې ده.

ناټو وايي چې په دغه کېمره کې درېکارډ کولو قابلېت نه بلکه تصوېرونه به ېې انتقالول. همدارنگه ناټو وايي چې داېتلاف قواو ٦٠ تنه مشکوک ېاغېان توقېف کړېدی او تر ۴٥ نه زېات ېې په ٣٥ مختلفو عملېاتوکې په دې اونۍ کې وژلی دی.

XS
SM
MD
LG