د لاس رسي وړ اتصالات

دولتي وړکتونونو کې د ماشومانو په اړه د مېندو اندیښنه


په افغانستان کې وړکتون د لومړي ځل لپاره په ١٩۴٥ کال کې پرانستل شو

په دې وروستیو میاشتو کې په دولتي دفترونو او نړیوالو خیریه موسسو باندې چې پکې ښځې کار کوي، د بیلابیلو وسلوالو ډلو له خوا بریدونه زیات شوي دي.

په دولتي دفترونو کې ښځې اوس د بل هر وخت نه ډیر د خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره چې دولتي وړکتونو کې دي، اندیښمنې دي. د دې بریدونو یوه بیلګه تیره میاشت د مخابراتو په وزارت خونړۍ حمله وه.

افغانه مور او دولتي کارکونکې، مینه احمدي د اپریل په شلم باندې چې د مخابراتو په وزارت برید وشو په خپل دفتر کې وه.

هغه د دې په ځای چې ځان پټ کړي، د مخابراتو وزارت په ودانۍ کې دویم پوړ کې هغه وړکتون ته منډه کړه چې دوه کلنه لور یې پکې وه.

داعش د مخابراتو پر وزارت د برید مسولیت په غاړه واخیست چې پکې گڼ شمیر خلک مړه او ټپیان شول.

دې پیښې د میرمن احمدي په څیر ښځې دې ته اړه کړې چې د کار وړکتون ته د خپلو ماشومانو په راوستلو یو ځل بیا غور وکړي.

د حکومت له خوا د ښځېنه کارکوونکو د ماشومانو لپاره د وړکتون اسانتیا برابرول د حکومت یو کامیابه نوښت دی چې په زرگونو میندو ته د کار کولو موقع ورکوي.

له بریدو وروسته مینه احمدي بیرته کار پیل کړ او خپله لور یې هم وړکتون ته راوستله خو ډیره اندیښمنه ده.

د رویترز د راپور له مخې په ټول افغانستان کې شاوخوا ٣٧٥ وړکتونونه دي چې شاوخوا لس زره ماشومان د ورځې شپږ ساعته ساتي، ډوډۍ ورکوي، لوبې ورسره کوي او ابتدایي درس ورښیي.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره وړکتون په ١٩۴٥ کال کې پیل شو خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چې میندې په کورو کیښانستې وړکتونونه هم بندل شول.

افغان حکومت کاري ډگر ته د ښځو د تشویق لپاره په ٢٠٠٢ کال کې یو ځل بیا وړکتونونه پرانستل.

XS
SM
MD
LG