د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: تېرو څلورو میاشتو کې ۲۸۰ افغان ماشومان وژل شوي


ملگري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د ٢٠١٧ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د٢٨٠ نه زیات ماشومان وژل شویدي چې دا شمیر د تیر کال په پرتله ٢١ فیصده زیات شوی دی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر دغه رپورټ د دوشنبې په ورځ خپور کړیدی. دغه رپورټ وایي چې د ٢٠٠٩ کال نه را پدیخوا دا د ماشومانو د وژل کیدو تر ټولو لویه شمیره ده.

د یوناما دفتر وایي چې د روان کال د جنورۍ د لومړنۍ نیټې نه د اپریل د ٣٠ پورې ٢٨٣ ماشومان وژل شوي او ٧٠۴ تنه نور ژوبل شویدي.

په دغو وژل شوو کې یې ۴٢ فیصده د ځمکنۍ جگړې له کبله او نور په جگړو کې د پاتې شوو چاودیدیونکو موادو، د حکومتي قواوو هوایي عملیاتو او د وسله والو خښ شوو ماینونو وژلي دي.

یوناما وایي چې هغوي د ماشومانو د تلفاتو زیاتوالي اندیښمن کړیدي او د ټولو خواو نه یې غوښتي دي چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

په دغو پیښو کې تر ټولو تازه یې د یکشنبې په ورځ د لغمان په ولایت کې وشوه چې پکې پنځه تنه ماشومان هغه وخت وژل شول چې د هاوان یوه ناچاودیدلې مرمۍ پرې وچاودیده. ځایي چارواکي وایي چې دغه وژل شوي ماشومان د یوې کورنۍ غړي و او عمرونه یې د شپږو نه واخله تر دولس کلونو پورې و.

د یوناما مشر تادامچي یماموټو وویل چې "یوه کورنۍ په څو ثانیو کې تباه شوه ، دا دردونکي پیښه د روان کال د پیښو نه یواځي یوه ده."

یوناما زیاتوي چې په ٢٠١٧ کال کې د ماشومانو په وژل کیدو کې زیاتوالې راغلی دی چې سبب یې د خلکو د اوسیدو په سیمو کې په غیر مستقیمه توگه د چاودیدونکو موادو استعمال دی. په دی برسیره د غیر قانوني وسلو استعمال هم د ماشومانو د تلفاتو سبب کیږي.

د یوناما رپورټ وایي چې د ٧٠٠ نه زیات ماشومان سخت ژوبل شوي دي او دا به د هغوي په ژوند ډیر بد اثر ولري. په دغو کې د لاسونو ښپو ضاېع کیدل شامل دي. په دی برسیره ځیني ماشومانو د خپلو روڼو خویاندو وژل کیدل ، د کورونو تباه کیدل او بیکوره کیدل په خپلو سترگو لیدلي دي او ددغه ماشومان د ټول عمر لپاره بیا دغه پیښې نشي هیرولی.

طالبانو خبردارې ورکړې دی چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته به جگړه خپروي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت افغانستان ته د نورو امریکایي عسکرو په لیږلو غور کوي.

XS
SM
MD
LG