د لاس رسي وړ اتصالات

د فساد پر ضد د امریکا د پوځ نوې تګلاره


د فساد پر ضد د امریکا د پوځ نوې تګلاره
د فساد پر ضد د امریکا د پوځ نوې تګلاره

د امریکا د یوې مهمي ورځپاڼي ( واشنګټن پوسټ ) په یوه رپوټ کي ویل شوي دي چی په افغانستان کي د امریکا نظامي قوماندانان په یوې داسي ستراتیژۍ باندي کار کوي چی په کمه اندازه به د رشوتونو تحمل وکړای شي، مګر لوی رشوتخوران او غبن کونکي به نیول کیږي.

واشنګټن پوسټ د لوړ رتبه نظامي مامورینو له قوله چی نومونه یې نه دي ذکر کړی ویلي دي چی دوی فکر کوي چی د افغانستان ثبات ته تر ټولو لوی خطر یاغي طالبان دي، نه اداري فساد او رشوتخوري.

دغه ورځپاڼه وایی چی مامورینو دا نتیجه تر لاسه کړې چی که د رشوتخورۍ او اداري فساد د مخنیوي د پاره چټکي هلي ځلي وکړي، نو دا به په ملک کي ګډوډي پېښه کړي او په حکومت کي به داسي یوه خلا منځ ته راوړي چی د هغې نه به طالبان استفاده وکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي چی ددفاع د وزارت یوه مامور وویل چی که

" هغو مشرانو ته چی بشپړ پاک نه وي " جواب ورکړه سي، نو دا به دومره مؤثر نه وي " لکه چی اساسی خطر ته چی طالبان دي" پام واړول سي.

د دغي ورځپاڼي په رپوټ کي دا هم ویل شوی دي چی دا لا نه ده معلومه چی سپینه ماڼۍ، د امریکا د یهرنیو چارو وزارت او پولیسي مقامات ددفاع د وزارت دا نظر قبلوي که نه.

د امریکا کانګرس په افغانستان کي د رشوتخوري او اداري فساد له کبله انیښمن دی او د همدې اندېښنو په وجه یې هغه هیواد ته د څلور ملیارډ ډالرو ملکي مرستي معطله کړي دي.

XS
SM
MD
LG