د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرکټ ملي سیالۍ پیل شوې


افغانستان کې د کرکټ ملي سیالۍ پیل شوې
افغانستان کې د کرکټ ملي سیالۍ پیل شوې

لومړي ځل لپاره د کابل په ګډون د افغانستان په څلرویشتو ولایتونو کې د کلپونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ نن پیل شوې.

د مرکزي زون د کرکټ مشر عزیزالله فضلي په وینا په دغو سیالیو کې نږدې نهه سوه او پنځوس تنو لوبغاړو ګډون کړی چې تر دولسو ورځو پورې به سره سیالي ترسره کړي.

فضلي زیاته کړه چې دغه سیالۍ پنځه دیرش اوریزې دي او د لیګ په توګه د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د افغانستان د کورني کرکټ د چارواکو په وینا ددغو سیالیو په ترڅ کې به غوره لوبغاړي په ګوته شي چې په راتلونکې کې به د کرکټ په بیلابیلو لوبډلو کې ورته ځای ورکړل شي.

په ورته وخت کې د مزمل په نوم یوه لوبغاړي آشنا ټلویزیون ته وویل چې د دوی په ډله کې ښه استعدادونه شته چې تر اوسه پورې په رسمي لوبډلو کې ورته ځای نه دی ورکړل شوی.

لوبغاړي په کابل کې د معیاري لوبغالي د نه شتون څخه هم سرټکوي چې په وینا یې لا تر اوسه هم په خاورینو میدانونو کې لوبې کوي.

د مرکزي زون د کرکټ مسول عزیزالله فضلي ددغو سیالیو په هکله داسې وویل:

دا لومړی ځل دی چې د درې سوه او شپیتو کلپونو ترمنځ په ټول افغانستان کې د کرکټ سیالۍ په لاره اچول شوي،د کرکټ د لوبې د پوهانو په آند ددغه راز لوبو ترسره کول د کرکټ لوبې ودې لپاره ګټور ګام دی.

XS
SM
MD
LG