د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د لوبې په نوي پړاو کې


افغانستان د کرکټ د لوبې په نوي پړاو کې
افغانستان د کرکټ د لوبې په نوي پړاو کې

د دسمبر د میاشتی د دویمې نه تر شپږمې پورې د دوبۍ په نړیوال کرکټ سټیډیم کې چې د سکاټ لینډ او د افغانستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ د لویو وچو یا انټرکانټیننټل کپ کومه پنځه ورځنئ لوبه ټاکل شوې وه هغه د حمید حسن تېز بالنگ دوه نیمو ورځو ته رالنډه کړه او د سکاټ لینډ ټیم یی د پښو نه وغورځو.

د افغانستان کرکټ ټیم چې لا یې د پیدایش لس کاله هم نه پوره کیږي د سکاټ لینډ هغه ټیم ته ماتې ورکړه چې د پاکستان او نور تکړه ټیمونه یې مات کړیدي.

د افغانستان ټیم چې د شلو او پنځوسو اورونو په مسابقو کې د مهارت دپاره شهرت لري، دا یې ثابت کړه چې که محمد شهزاد تیزه لوبه کولای شي نو هغه د صبر او استقامت په میدان کې هم پنځوس منډې کولې شی.

د افغانستان کرکټ ټیم د سکاټ لینډ نه د دې جام د گټلو نه پس په داسی حال کې خپل وطن ته ستنیږي چې په یو لاس کې یې د اتلولئ جام دی او په بل لاس کی د افغانستان د نوي کول دپاره دا پیغام دی چې که انسان خواري وکړي او د وطن مینه ورسره مل وي هغه په یو میدان کې هم پاتې نه راځي.

د افغانستان د کرکټ ټیم د لوبې په میدان کې دا وروستئ کامیابي مازې د یو ټیم د بل ټیم نه د لوبې گټلو معنی نه لري، بلکې دا د افغانستان د جنگ ځپلي او زوریدلي ملت دپاره په ډیرو غمجنو خبرونو کې د یو لوی زیري حیثیت لري.

هغه افغانستان چی دنیا یې یوازې د جنگ، فقر، ترهگرئ، قاچاق او اداري فساد په نوم نړیوالو راپورونو کې لولي، نن د همدغو یولسو ځوانانو په برکت د افغانستان نوم د خبرونو په لست کې د شر په ځای د خیر او کامیابئ په نسبت یادیږي.

د دوبۍ دا وروستی میدان گټل د افغانستان د کرکټ ټیم دپاره آینده کې ډیرې نورې دروازې هم پرانیزي.

د نړئ د کرکټ نقادانو ولیدل چې د افغانستان ځوان او کم تجربه ټیم که څه هم د یو ورځنیو مسابقو د حق نه محرومه دي خو کولای شي چې له هر ټیم سره مخامخ شي او لکه څنگه یې چې په هالینډ کې ددغه ملک د کرکټ ملی ټیم په کینیا کې یې د کینیا ټیم ته او په چین کې یې هانگ کانگ او پاکستان او اوس یې په دوبۍ کې سکاټ لینډ ته ماتی ورکړه؛ نو همدا ټیم که چیرې وخت راشي نو اسټرالیا او انگلستان سره هم جنگیدی او لوبه ورڅخه گټلای شي.

خو که یو خوا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي او د کرکټ د لوبې مسول کسان د افغانستان بیرغ په لاس د خپلې وروستئ کامیابئ جشنونه کوي نو ورسره به دا هم نه هیروي چې اول راتلل سخت کار دی خو اول اوسېدل د هغې نه هم گران کار دی.

نو اوس به دا د دوی مسولیت وي چې افغانستان د کرکټ په میدان کې چې کوم مقام ته ځان رسولی دی هغه پرې نږدي چې د لاس نه یې ورکړي او د کینیا او نورو ټیمونو په سرنوشت اخته نه شي.

دا چې نن شاهپور ځدران او اصغر ستانکزی لري باید چې دې پسی شاته ډیر نور شاه ولي جوزجانی او اکبر ایماق هم ووسي او نور ولایتونه هم د کرکټ په میدان کې د لیاقت په اساس ځای ولري.

د افغانستان د کرکټ چارواکي به حتما همدا اوس په دې فکر کې وي که سبا چې نوروز منگل تقاعد وکړي او میرویس اشرف هم نه وي نو دا ځای به څوک نیسي؟

د سالمو ملتونو د کامیابۍ معیار هم دا دی چې په اشخاصو تکیه ونکړي او هره لوبه حمید حسن ته پری نږدي بلکې داسې سیسټم ولري چې لکه څنگه پاکستان کې د عمران خان نه پس وسیم اکرم او د هغه ځای وقار یونس ونیولو نو دا کار د افغانستان د کرکټ د لوبې د ودې او بقا دپاره هم یو بنیادي عنصر گڼل کیږي.

مهمه او وروستۍ خبره چې د افغانستان د کرکټ د لوبډلې په باب ډیره ارزښتناکه ده هغه د کرکټ د بورډ د مشرتابه ده. یو عمومي نظر دا دی چې د افغانستان د مالیې اوسنی وزیر ډاکټر عمر زاخیلوال د کرکټ د لوبې د تور او سپین مالک دی او هم د ده د کوششونو په برکت د افغانستان د کرکټ دپاره امکانات او وسایل برابر شویدي. خو دا اندیښنه موجوده ده که چیرې کوم سیاسي بدلون راشي او اوسني وزیران په ځای پاتی نه شي نو افغانستان کی به د کرکټ سرنوشت څنگه شي؟.

ستره غوښتنه دا ده چې سیاست باید د کرکټ په لوبې تاثیر ونه لري او یوه لوبه چې د افغانستان نوم یې په نړۍ کی ځلولی دی د یو سیاسي بدلون قربان نشي او پرېږدي چې د افغانستان دغه ښه نوم همداسې ښه پاتې شي.

XS
SM
MD
LG