د افغانستان د حکومت ماموران وايي د امریکا د سمندری پوځ د یوه بل عسکر مړی یې هم راپیدا کړی دی.
دغه عسکر تیره هفته په لوگر کې د خپل یوه ملگري سره یو ځای ورک شوی و.
مامورانو نن وویل چې د بره کي برک د ولسوالۍ خلکو په یوه سیند کې ددغه امریکايي عسکر مړی موندلی دی، چې بیا یې وروسته د ناټو قواوو ته وروسپاره.
دواړه عسکر د تېرې جمعې په ورځ هغه وخت لاردکه شول چې د طالبانو تر تسلط لاندې یوې سیمې ته ننوتل. د لومړي امریکايي عسکر مړی د یکشنبې په ورځ وموندل شو.
طالبانو اعلان کړی ؤ چې د ټوپکو په ډزو کې یې یو عسکر وژلی او یو عسکر یې ژوندی نیولی.
نن ناتو وویل چې د افغانستان په جنوب کې طالبانو سره د جنگ په وخت په ډزو کې یوه نجلۍ ولگیدله او مړه شوه.
د ناتو یوه ویاند ډگروال رفایل وویل چې ناټو ددغه شان تلفاتو په باب ډیره جدي ده او په آینده کې به ډیر کوښښ کوي چې مخه یې ونیسي.