د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: د دفاع وزارت دننه حمله شوې


کابل: د دفاع وزارت دننه حمله شوې
کابل: د دفاع وزارت دننه حمله شوې

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وايي د اردو یو عسکر نن دوشنبې د دفاع وزارت دننه ډزې کړي، د وزارت دوه مامورین یې وژلي او اوه نور یې زخمیان کړي.

ظاهر عظیمي د تلیفون د لارې د رویترز خبري اژانس ته ویلي یو ځان مرگی برید کوونکي چې د دفاع وزارت ته دننه شوی و مخکی تردی ځان پوری تړلي چاودیدونکي مواد وچوي له منځه وړل شوی.

یو عیني شاهد وویل خپل کار ته روان و چې خلکو ورته ویلي څلور ځان مرگي برید کوونکي د دفاع وزارت ته ننوتي یو یې ځان الوزولې او دری نور د پولیسو لخوا وژل شوي.

ویاند ظاهر عظیمي پدې هکله ه ونه ویل چې ډزې کوونکی شخص د ځان مرگي برید کوونکي ملگری و او که هڅه یې کوله چې هغه د ځان الوزولو منع کړي یا ځان الوزونکی هم په مړو په جمله کی حساب شوی.

د طلوع تلویزیون ویلي د افغانستان د دفاع د وزیر یو محافظ په وژل شوو کی شامل دی او بی له دې چې د منبع نوم واخلي وايي د وزیر یو مرستیال او د لوی درستیز د دفتر رئیس زخمیان شوي.

XS
SM
MD
LG