د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال وزیري: نوي سیمه ییز قوتونه ملیشې نه دي


د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیري وایي د نویو سیمه ییزو قوتونو جوړل یوازې یوه طرحه ده
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیري وایي د نویو سیمه ییزو قوتونو جوړل یوازې یوه طرحه ده

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې افغانستان د سیمه ییزو پولیسو په بڼه یو شل زره کسز ځواک جوړوي، خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي دا یواځې یوه طرحه ده او هغه د سیمه ییزو پولیسو یا ملیشه ځواکونو په بڼه نه دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په یوه طرحه کار کوي چې د پخوانیو سرتیرو څخه چې له دغه وزارت سره د احتیاط ځواکونو په توګه ثبت دي، د منطقوي قوتونو په توګه کار واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي ددې طرحې د عملي کیدو په صورت کې به دا ځواکونه په خپلو سیمو کې د منطقوي قوتونو په توګه افغان پوځ سره د امنیت په ټینګیدو کې کار وکړي.

جنرال دولت وزیري امریکا غږ سره په خبرو کې د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړ چې گواکې د دفاع وزارت د شل زره محلي پولیسو په شکل باندې یو قوت جوړوي.

جنرال وزیري وویل "اصلآ داسې دي چې د دفاع وزارت په یوه طرحه باندې کارکوي چې له مخې به یې د افغان پوځ هغو پخوانیو سرتیرو ته په خپلو مربوطو سیمو کې د امنیت د ټینګیدو وظیفه وسپارل شي چې دمخه یې د افغان پوځ په لیکو کې دنده ترسره کړې او د فاع وزارت سره د قراداد د پای ته رسیدلو وروسته د احتیاط ځواکونو په توګه ثبت دي."

تیره ورځ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو رپوټ کې وویل چې د افغانستان د دفاع وزارت سیمه ایزو پولیسو په بڼه یو شل زره کسیز پوځي قوت په جوړولو کار کوي. نیویارک ټایمز لیکلي چې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د دغې طرحې څخه ملاتړ کیږي. خو جنرال وزیري وايي تر اوسه لا د دغه قوت شمیر هم څرګند نه دی.

جنرال وزیري ددغو ځواکونو یوازینی توپیر د ملي اردو د ځواکونو څخه دا وګڼه چې دا ځواکونه به خپلو ولایتونو کې دنده اجرا کوي او د ملي اردو ځواکونه چیرته چې ورته اړتیا وي هلته به خپله دنده پرمخ بیايي.

د افغانستان د پوځي چارو یو شمیر کارپوهان دا طرحه تر ډیره نیمګړی ګڼي او د سیمه ایزو قوتونو د جوړیدو د منفي اغیزو په اړه اندیښنه څرګندوي.

د افغان پوځ یو پخواني جنرال عتیق الله امرخیل امریکا غږ ته وویل، "لکه چې سیمه ایز پاڅون کوونکي او غیرې مسول وسله وال ګروپونه حکومت ته ګواښونه راولاړوي دغسې به دا نوي تشکیلات هم افغان حکومت د ستونزو سره مخ کړي."

خو د دفاع وزارت وايي که دا طرحه عملي شي نو دوی خپل پخواني سرتیري بیا ګماري، هغوی چې د نوې قوې د جوړیدو په اړه هر ډول اندیښنې لري هغه بې ځایه دي.

XS
SM
MD
LG