د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیواله اداره: پنځه لکه افغانان، د هیواد دننه، بې ځایه شوي دي.


د بخښنې نړیواله اداره: پنځه لکه افغانان، د هیواد دننه، بې ځایه شوي دي.
د بخښنې نړیواله اداره: پنځه لکه افغانان، د هیواد دننه، بې ځایه شوي دي.

د بخښنې نړیواله اداره وايی په افغانستان کې د ۲۰۱۱ کال تر پایه شاوخوا پنځه سوه زره افغانان د مختلفو عواملو له کبله بې ځایه شوي او دم ګړۍ هره ورځ تر څلور سوو پورې افغانان له خپلو سیمو نه کډه کوي او نورو سیمو ته ځي.

رپوټ وايی د جگړو له امله بې ځاېه شوي خلک داستوگنی مناسب ځاې او ضروری خواړه نلري. همدارنگه له روغتېايي شراېطو اوخدماتونه بې برخی دی.

دکابل په شاو خو اکې کمپونوکې لږتر لږه 28 ماشومان دژمی د ېخنی او خوړودنشتوالي له امله په تېرو څواونېو کې مړه شول. دافغانستان حکومتی سرچېنی وايی چې په تېرو څو اونېو کې د ژمی د سختی هوا له امله تقرېبا 40 کسان وژل شوېدي.

د بخښنې د نړیوالې ادارې ددې راپور څیړونکو نن په کابل کې د راپور د خپراوی پر مهال وويل چې دا بې ځایه شوي افغانان د ژوند په بدو او سختو اقتصادي شرایطو کې اوسېږي او که ستونزې یې اوارې نه شي نو ښايي تردی لاهم له ناوړه حالاتو سره مخ شي.

دا راپور په کابل او ولایتونو کې د بې ځایه شویو خلکو په سلو کمپونو کې د مرکو پر بنا برابر شوېدی.

دبخښنی دنړېوالی اداری د پالېسی رئېس ماېکل باشنېک ددغه رپوټ له خپرېدلونه وروسته خبرېالانو ته ووېل چی د بېځا ېه شوېو افغانانو شمېر مخ په زېاتېدو دی.

"... موږ په افغانستان کې دننه ، زښت ډېر بې ځاېه شوي افغانان لرو. ددغه کار لامل دادی چې شخړې لادوام لري، او دورځی تقرېبا د 400 کسان بې ځاېه کېږی. دبې ځاېه شوېو خلکوشمېر له 2008 م کال نه راپه دې خوا زېات شوېدی. د د سږکال تر اولو پورې موږ وېلی شو چې لږتر لږه پنځه سوه زره افغانان ېوازې په افغانستان کې بې ځاېه شوېدی. اوددې ستر علت د شخړواومرگ ژوبلو دوام دی".

دبخښنی نړېواله اداره وايی دافغان حکومت ېوشمېر قوانېن ددی مانع شوېدی چې له دغو بې ځاېه شوېو خلکو سره بشري مرستی وسي. دغی اداری پر افغان چارواکېو غږ کړېدی چې رسمی خنډونه لېری کړی .

ظرېفي وايی:

"...د ښاروالېو چارواکي په دې برخه کې هېڅ پلان نلري او ډېرې کمی منابع لري چې له دوی سره مرسته وکړی. په حقېقت کې هغوی غواړی په دې تظاهر وکړی چې داخلک په رېښتېنه دلته نشته دي. "

د بخښنی اداره نړېوالی اوافغان قواوی دېته هڅوی چې ددغی ستونزی چاره وکړی. طالبان ېې هم دېته هڅولی دی چې دمرستو تېرېدوته اجازه ورکړی.

دارپوټ د بې ځایه شویو کډوالو د شمیر د زیاتېدو ستونزه یوه پټه سونامي بولي او وايي دا مشکل له یوې ورځې تر بلې زیاتیږي.

د راپور چمتوکوونکې حوریه مصدق خبریالانو ته وویل د بې ځایه شویو کډوالو د بې ځایه کېدو لوی لامل بې امني ده او تر ډېره له سویلي ولایتونو خلکو کډې کړي.

XS
SM
MD
LG