د لاس رسي وړ اتصالات

په ننگرهار کې دلال پورې ولسوال د بم په چاودنه کې ووژل شو


افغان چارواکي وايي، د جلال اباد د ښار په ېوې بم چوني کې ېو تن ځايي چارواکي وژل شویدی او لږ تر لږ ۴ تنه نور زخمی شوېدی.

نن د دوشنبې د ورځې د گهیځ مهال چاودنه د ننگرهار د والي د دفتر مخی ته وشوه. چارواکي وايي چې بم د لال پورې داولسوال محمد پالوان، په موټر کې اېښودل شوی و . محمد پالوان په خپله په دغه چاودنه کې وژل شوېدی او دری تنه ساتونکی ېې زخمی شوېدی.

دناټو چارواکېو، دېکشنبی په ورځ ، ووېل چې دناټو اوافغان قواو دافغانستان په ختېځ کې تر ٣٠ نه زېات ېاغېان وژلی دی؛ په دې جمله کې به ښايي ١٣ تنه ځان مرگي بم چوونکي هم شامل وو.

یو بل رپوټ وايي داېتلاف قواو هغه تعرضې حملی هم په شا وتنبولی چې د حکومت په ودانېو او دوه نظآمی اډو باندی شوی وې.

د ایساف قواوو ووېل چې د ېکشنبی په ورځ، ېو قو ماندان او هغه دوه جگړه ماران ونېول چې د خوست ولاېت په برېدونو کې لتاړ ول.

یو شمېر برېدکوونکېو دامرېکا نظامی ېونېفورم اغوستی و. په عېن حآل کې دملگرو ملتونو مامورېت په ا فغانستان کې د ېکشنبی په ورځ، دانتخابی مبارزو په اړه د پنځو کسانو وژل محکوم کړل.

په دې جمله کې ېوتن د پارلېمان لپاره کاندېد و او نورو دهغه لپاره انتخاباتی مبارزه کوله. داکسان په دې تازه شپو ورځو کې ووژل شول.

رپوټ وايي چی د انتخاباتو لپاره دمبارزې په وخت کې امنېت تر ټولو غټه اندېښنه گڼل کېږی.

د افغانستان د انتخاباتو چارواکېو وېلی دی چې دامنېتی ستونزو له امله به تقرېبا ٩٠٠ انتخاباتی حوزې ددې لپاره خلاصی نشی چې دراېو ورکوونکېو امنېت پکی نشی ساتل کېدلی.

XS
SM
MD
LG