د لاس رسي وړ اتصالات

م.م: په سلو کې اته افغانان په نشيي موادو اخته دي


په افغانستان کې دملگرو ملتونو دمرستو درسولو ددفتریا دیوناما درئیس مرستیال رابرټ واټکینز پرون د دوشنبی په ورځ په کابل کې په یو مطبوعاتی کنفرانس کې ددغې سروی رپوټ خپور کړ او دا يي د خطر زنگ وباله .

دی وايي، ښايي چې دغه ارقام لدی نه زیات وی ځکه چې په افغان ټولنه کې کولتوری فشارونودغې سروی ته اجازه نده ورکړی چې ښځی او ماشومان پکی شامل کړی.

ښاغلئ واټکنز وايي، په افغانستان کې په مخدره موادو د اخته کیدو مخ په زیاتیدونکی ستونزه په هیواد کې په ټولنیز پرمختگ باندی تباه کونکی اغیزه لری. دی وايي، له سروی نه داسی ښکاری چې په هیواد کې په هیروئینو او اپین باندی لږترلږه دری سوه پنځوس زره تنه روږدی شوی دی چې په تیرو پنځو کالو کې پنځه اویا فیصده زیاتوالی پکی راغلی دی. ښاغلې واټکنز وايي:

په اتو (٨ ) فیصدو ځوانانو چې اکثره يي نارینه دی، دغې ستونزی اغیزه کړیده او موږ ته دا پته لگیدلی ده چې دننه په کورنیو کې هم دا ستونزه پیدا شویده . هغه مور او پلار چې خپلو ماشومانوته د درو درملو درانیولو توان نلری نو هغوی د درد دلیری کولو دیوې طریقی په حیث له مخدره موادو نه کار اخلی چې دماشومانو له هری ناروغې لپاره مخدره مواد استعمالوی چې په نتیجه کې په مخدره موادو نوی کسان روږدی کیږی.

واټکنز ددغې سروی د یادونی په ترڅ کې وویل، دافغانستان پنځوس فیصده په اپین روږدی مور اوپلار خپلو ماشومانوته مخدره مواد ورکوی. دی وايي، دا هم داندیښنی خبره ده چې په افغان پولیسو کې دمخدره موادو استعمال ډیر زیات دی. ښاغلی واټکنززیاوی :

رپوټ ښئ چې داستخدام شویو پولیسو د دولسو او یوڅلویښت فیصدوترمنځ یو ډول نه په یوډول په مخدره موادو روږدی دی. څرگنده خبره داده چې موږ ددغو کسنانو دژغورنی، امنیت او سوکالی په باره کې اندیښنه نلرو بلکه موږ دټول ملت دژغورنی ، امنیت او نیک مرغې په باب اندیښنه لرو.

داسی نخښی نښانی له سروی نه څرگندیږی چې په مخدره موادو باندی دروږدو کسانولپاره چې کومی اسانتیاوی شته په واضح توگه هغه کافی ندی. ښاغلئ واټکنز وايي:

په درمل کولو کې ډیر زیات واټن موجود دی چې په یویشتو(٢١ ) ولایتونو کې یوازی څلویښت فیصده دعلاج مرکزونه شته دی چې ددی معنئ دا ده چې تقریبآ اوه سوه زره ( ٧٠٠٠٠٠) تنه چې غواړی او کوښښ کوی پخپل دغه روږدی کیدو باندی غلبه اومومی ، هیڅ ډول مرسته لاس ته نشی را وړی.

دملگرو ملتونو ماموران په مخدره موادو باندی دروږدی کیدو ملامتی د درو لسیزو دجنگ پوری په مربوطه ذهنی ټکان، دارزانه مخدره موادو په پیداکیدو او درو درملو ته دکمی لاری په پیدا کیدو باندی اچوی. دملگرو ملتونو په دغه رپوټ کې دمخدره موادو ضد دزیاتو مؤثرو بین المللی کوښښونو لپاره غږشویدی چې دافغان حکومت او خلکو سره مرسته وشی چې په دغې مخ په زیاتیدونکی ستونزه باندی غلبه اومومی.

په افغانستان کې دنړئ ترټولو نه زیات اپین تولیدیږی چې لدی نه بیا هیروئین جوړیږی. څه دپاسه له نیمايي نه زیات دغه غیر قانونی فصل دهیواد په جنوبی ولایتونو کې کیږی چې هلته یاغی طالبان ډیر فعال دی.

XS
SM
MD
LG