د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠١١م کال د افغانستان د اقتصاد لپاره


٢٠١١م کال د افغانستان د اقتصاد لپاره
٢٠١١م کال د افغانستان د اقتصاد لپاره

د ٢٠٠٢م کال راهیسې د افغانستان په اقتصاد کې د پام وړ پرمختگ شوی دی. د تیر کال ارقام ښيي چې د سړي سر عواید له ۴٠٠ ډالرو نه اوړي. خو بیا هم افغانستان د نړۍ د تر ټولو بیوزلو هیوادونو په کتار کې راځي چې تر ډیره په بهرنیو مرستو باندې تکیه لري.

د ٢٠٠٩ کال را وروسته د ملک په داخلي عوایو کې ٢٢ فیصده زیاتوالی راغلی.

له دې جمله نه ٣١ فیصده له زراعت نه ٢٦ فیصده له صنعت نه او ۴٣ فیصده یې له خدماتو نه تر لاسه کیږي. د سوداگرئ په برخه کې یې د نړۍ له نورو ملکونو سره د راکړې ورکړې اندازه ٥ میلیارد ډالرو ته راسیږي چې د تیرو څو کلونو په نسبت څو چنده زیاتوالی ښيي. خو ډیره برخه یې صادرات جوړوي چې د اقتصاد ماهرین اکثرا بې کیفیته مالونه هیواد ته راوړل کیږي.

د ننگرهار پوهنتون د اقتصاد پروفیسر پوهاند محمد بشیر دودیال او د مالیې د وزارت سلاکار نجیب الله منلی ددغه پروگرام میلمانه دي:

تقریبا ١٥ میلیونه کاري خلک لري، ٣٥ فیصده بې روزگاره دي. د ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ د شمیرنو له مخې لا تر اوسه په افغانستان کې ٣٦ فیصده خلک په مطلقه بیوزلئ کې ژوند کوي.

د ملک داخلي عواید یو میلیارد ډالرو ته رسیږي او حکومت وايي چې ملک یې له داخلي عوایدو څخه د ملک د کلنۍ بودیجې د پوره کولو په لور روان دی خو لا تر اوسه تقریبا سم نیمايي کلنۍ بودیجه له بهرنیو مرستو نه پوره کیږي.

د ځینو ارقامو له مخې، د افغانستان د داخلي عوایدو دریمه برخه د نشيي موادو غیرقانوني کاروبار څخه لاسته راځي. همدا د نړیوالو لپاره د افغانستان په اړه یوه مهمه اندېښنه ده.

که څه هم د گمرکونو او مالیاتو په برخه کې پرمختگ شوی، د مالیې وزارت وايي، د گمرکونو او مالیو د عوایدو د راټولولو لپاره یو مرکزي سیستم ایجاد شوی دی، خو سوداگر نیوکه کوي چې د دوی ستونزې په ځای پاتې دي.

٢٠١٠م کال پاتی ته ورسید او ٢٠١١م کال پیل شوی دی. دا کال به د افغانستان د اقتصاد لپاره څنگه وي. د ملک اوږد مهالي پلانونه او موجود مشکلات کوم دي. څنگه کیدای شي افغانستان د یوه مصرفي ملک له چوکاټ نه راووځي او څنگه کولای شي په بهرنیو مرستو باندې خپله تکیه ختمه کړي؟

دا ټولې هغه پوښتنې د آشنا راډیو په دې پروگرام کې څیړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG